زما ګران پیغمبر

د عقبې بیعتونه

د عقبې لومړی بیعت

د بعثت په یوولسم کال د ذوالحجې په میاشت کې، اسعد بن زراره او د هغه یوولس ملګري بیا د حج په موسم کې مکې ته راغلل. د عالمونو له سردار سره د هغوی له تېرې لیدنې پوره یو کال تېر شوی و. په هغه کال مشرکانو مسلمانانو ته تر هر کال زیات ازار او جفا ورکوله. زموږ سردار رسول الله یې تل څاره او هر هغه چا ته یې شکنجه ورکوله چې له هغه سره به یې خبرې کولې. د مدینې خلک چې په دې خبر شول، ژمنه یې واخیسته چې د شپې په عقبه کې به له زموږ پیغمبر سره ګوري. کله چې شپه شوه، سره یوځای شول. خپله وفاداري یې وړاندې کړه، ژمنه یې وکړه چې د هغه ټولو امرونو او غوښتنو ته به غاړه ږدي، او بیعت یې وکړ. په دې تړون کې یې ژمنه وکړه چې «له الله تعالی سره به شریک نه نیسي، زنا به نه کوي، غلا به نه کوي، له بهتان څخه به ډډه کوي او د پېغور او د رزق له وېرې به خپل اولادونه نه وژني».1

زموږ ګران پیغمبر دا ۱۲ کسان چې دوه یې د اوس له قبیلې او نور یې د خزرج له قبیلې وو، د خپلو قبیلو استازي وټاکل. دوی باید خپلو قبیلو ته اسلام بیان کړي او د هغوی په استازیتوب زموږ سردار رسول الله ته ضامن شي. اسعد بن زراره هم د ټولو په استازیتوب ټاکل شوی و. هغه ۵ کسان چې تېر کال د عقبې په لیدنه کې حاضر وو او هغه ۷ کسان چې نوي یې اسلام منلی و، دا وو: له بني مالک بن نجار څخه اسعد بن زراره، عوف بن حارث او معاذ بن حارث؛ له بني زریق بن عامر څخه رافع بن مالک او ذکوان بن عبدقیس؛ له بني غنم بن عوف څخه عباده بن صامت؛ له بني غصینه څخه یزید بن ثعلبه؛ له بني عجلان بن زید څخه عباس بن عباده؛ له بني حرام بن کعب څخه عقبه بن عامر؛ له بني سواد بن غنم څخه قطبه بن عامر؛ له بني عبدالاشهل بن جشم څخه ابوالهیثم مالک بن تیهان؛ او له بني عمرو بن عوف څخه عویم بن ساعده.

هغه لمر چې په مدینه کې راوخوت

د عقبې له لومړي بیعت (تړون) وروسته، حضرت اسعد بن زراره او ملګرو یې چې مدینې ته راستانه شوي وو، خپلو قبیلو ته شپه او ورځ اسلام بیان کړ او حق دین ته یې راوبلل. د دې بلنې په پایله کې اسلام په مدینه کې په چټکۍ سره خپرېدل پیل کړل؛ دومره چې د اوس او خزرج قبیلې، چې پخوا یو د بل دښمنانې وې، سره یوځای شوې او د دې لپاره چې اسلام ښه زده کړي، له زموږ سردار رسول الله څخه یې یو ښوونکی وغوښت. رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) هم د قرآن کریم او اسلام د ښوونې لپاره حضرت مصعب بن عمیر، چې په مکه کې د هغه له اصحابو څخه و، د ښوونکي په توګه مدینې ته ولېږه. حضرت مصعب د حضرت اسعد په کور کې مېشت شو. له هغه سره یوځای کور په کور وګرځېدل او هر چا ته یې اسلام ورساوه. له خلکو یې وغوښتل چې د رسول الله مینه په زړه کې ځای کړي او ژمنه وکړي چې د هغه د ټولو دښمنانو په وړاندې د هغه د ساتنې لپاره به په ځان او زړه هڅه کوي. په دې توګه یې هغوی هغه بیعت ته چمتو کول چې له رسول الله سره کېده. د حضرت اسعد بن زراره د قبیلې مشر سعد بن معاذ و او یو له بل سره خپلوان وو. څرنګه چې په هغه وخت کې د عربو ترمنځ دود و چې له خپلوانو سره له سپکاوي ډډه کوي، سعد بن معاذ چې لا یې ایمان نه و راوړی، د حضرت اسعد بن زراره کور ته لاړ نه شو او د دې کار د مخنیوي هڅه یې ونه کړه. هغه د قبیلې د مشر په توګه نه غوښتل چې پخپله په دې کار لاس پورې کړي. له همدې امله یې د خپلې قبیلې له مشرانو څخه اسید بن حضیر ته وویل: «زموږ کوڅې ته ورشه، دا راغلی سړی وګوره او څه چې کوې، ویې کړه. که اسعد زما د خاله زوی نه وای، دا کار به مې تا ته نه وای سپارلی.»

پر دې اسید بن حضیر خپله نېزه راواخیسته او هغه کور ته لاړ چې حضرت مصعب بن عمیر پکې و. هلته چې ورسېد، په غوسه یې خبرې پیل کړې او ویې ویل: «موږ ته ولې راغلي یاست؟ خلک غولوئ! که نه غواړئ چې له ژوند څخه لاس ووینځئ، همدا اوس له دې ځایه ووځئ!» مصعب بن عمیر چې هغه یې په دې غوسه کې ولید، په ډېرې نرمۍ او ادب سره یې ځواب ورکړ: «لږ کېنه، زموږ خبره واوره! زموږ موخه وپېژنه؛ که دې خوښه شوه، منې یې، که نه، مخه یې نیسې…» اسید ارام شو، ویې ویل: «رښتیا دې وویل» او نېزه یې په ځمکه کې ښخه کړه او کېناست. د حضرت مصعب خوږې خبرې، چې د انسان زړه ته ننوتلې، او د قرآن کریم هغه آیتونه یې واورېدل چې په ښه غږ یې لوستل. له ځانه بې‌خوده شو او ویې ویل: «دا څومره ښه شی دی!» بیا یې وویل: «دې دین ته د ننوتلو لپاره څه باید وشي؟» ورته یې بیان کړل او اسید بن حضیر د شهادت کلمه ووایه او مسلمان شو. حضرت اسید چې له خوښۍ یې په ځای کې قرار نه درلود، ویې ویل: «زه ځم او یو کس درته لېږم. که هغه مسلمان شي، په مدینه کې د هغه له قوم څخه یو څوک هم بې‌ایمانه نه پاتې کېږي…» او په چټکۍ پاڅېد او لاړ. نېغ سعد بن معاذ ته ورغی. سعد بن معاذ چې هغه ولید، ویې ویل: «قسم خورم چې اسید په هغه مخ نه راځي چې پرې له دې ځایه تللی و.» بیا یې وپوښتل: «اې اسید، څه دې وکړل؟» حضرت اسید بن حضیر چې ډېره هیله یې درلوده چې سعد بن معاذ مسلمان شي، وویل: «له هغه سړي (له مصعب بن عمیر) سره مې خبرې وکړې، له هغوی مې کومه بدي ونه لیده. یوازې دا مو واورېدل چې بني حارثه، په دې شک کې چې ستا د خاله زوی اسعد داسې یو کس په خپل کور کې ساتلی دی، د هغه د وژلو لپاره راپاڅېدلي دي.» دې خبرو سعد بن معاذ ډېر وځوراوه؛ ځکه چې څو کاله مخکې یې په یوه جګړه کې بني حارثه ماتې کړي وو او مجبور کړي یې وو چې خیبر ته پناه یوسي. یو کال وروسته یې بښلي وو او اجازه یې ورکړې وه چې خپل وطن ته ستانه شي. سره له دې، د هغوی د داسې چلند فکر سعد بن معاذ ډېر په غوسه کړ. حال دا چې په حقیقت کې داسې څه نه وو. اسید بن حضیر په دې چل سره غوښتل چې د سعد بن معاذ له خوا د هغه خاله او د هغې زوی اسعد بن زراره ته، او په پایله کې مصعب بن عمیر ته د زیان رسولو مخه ونیسي. په دې توګه یې د هغه د هغوی لوري ته د اوښتلو او بالاخره د مسلمانېدو زمینه برابره کړه. سعد بن معاذ د اسید بن حضیر په دې خبرو له خپل ځایه ټوپ کړ او حضرت اسعد بن زراره ته لاړ. هلته چې ورسېد، ویې لیدل چې اسعد او مصعب بن عمیر په ډېر ارام او سکون کې ناست دي او خبرې کوي. ورنږدې شو او ویې ویل: «اې اسعد! که زموږ ترمنځ خپلوي نه وای، تا به دا کارونه نه شوای کولای…» حضرت مصعب بن عمیر دې خبرو ته ځواب ورکړ او ویې ویل: «اې سعد! لږ ودرېږه، کېنه، موږ ته غوږ ونیسه او پوه شه… که زموږ خبرې دې خوښې شوې، څه ښه، او که دې خوښې نه شوې، موږ یې تا ته نه وړاندې کوو، ته به هم پاڅې او لاړ به شې!» سعد بن معاذ د دې نرمو او خوږو خبرو په وړاندې ارام شو، یوې غاړې ته کېناست او هغوی ته یې غوږ نیول پیل کړل. حضرت مصعب بن عمیر لومړی سعد بن معاذ ته اسلام بیان کړ. د اسلام اساسات یې ورته روښانه کړل. بیا یې په خپل خوږ او ښکلي غږ د قرآن کریم یوه اندازه ولوسته. هر څومره چې یې لوستل، د سعد بن معاذ حال بدلېده او له ځانه بې‌خوده کېده. د قرآن کریم د بې‌ساري بلاغت په وړاندې یې زړه نرم شو او ډېر اغېزمن شو. ځان یې ونه شو ټینګولای او ویې ویل: «تاسې دې دین ته د ننوتلو لپاره څه کوئ؟» مصعب بن عمیر سمدستي د شهادت کلمه ورزده کړه. هغه هم «اَشْهَدُ اَنْ لا اِلٰهَ اِلّا اللهُ وَاَشْهَدُ اَنَّ مُحَمَّداً عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ» ووایه او مسلمان شو. سعد بن معاذ د مسلمانېدو له امله له هغه ارام او خوښۍ چې احساسوله یې، په خپل ځای کې نه شو درېدلای. سمدستي کور ته لاړ او لکه څنګه چې یې زده کړي وو، غسل یې وکړ. بیا یې وغوښتل چې قوم یې راټول شي. اسید بن حضیر یې له ځان سره واخیست او هغه ځای ته ورغی چې خلک پکې راټول وو. بني عبدالاشهل ته یې خطاب وکړ او ویې ویل: «اې بني عبدالاشهل! تاسې زه څنګه پېژنئ؟» هغوی په یوه خوله ځواب ورکړ: «ته زموږ مشر او لوی یې، موږ ستا پیروان یو!» سعد بن معاذ د هغوی په دې خبرو وویل: «نو تاسې ټولو ته خبر درکوم: زه په اسلام مشرف شوم. له تاسې هم غواړم چې پر الله تعالی او د هغه پر رسول ایمان راوړئ. که ایمان رانه وړئ، له تاسې هېڅ یو سره به خبرې او کتنه ونه کړم!…»

«نو تاسې ټولو ته خبر درکوم: زه په اسلام مشرف شوم. له تاسې هم غواړم چې پر الله تعالی او د هغه پر رسول ایمان راوړئ» سعد بن معاذ (رضی الله عنه)

سنة السرور (د خوښۍ کال)

بني عبدالاشهل چې څنګه واورېدل چې مشر یې سعد بن معاذ مسلمان شوی او هغوی یې هم اسلام ته رابللي دي، ټول یوځای مسلمانان شول. هغه ورځ یې تر ماښامه د مدینې آسمانونه د شهادت د کلمې او تکبیر په غږونو ونګول.2 د بني عبدالاشهل له یوځای مسلمانېدو لږ وخت وروسته، د مدینې ټولو خلکو او د اوس او خزرج قبیلو هم اسلام ومانه. هر کور د اسلام په نور روښانه شو. سعد بن معاذ او اسید بن حضیر د خپلو قبیلو ټول بتان مات کړل. کله چې دا حال زموږ ګران پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) ته وویل شو، ډېر خوشحاله شو. د مکې مسلمانان په خوښۍ کې وو. له همدې امله دې کال (۶۲۱ میلادي) ته «سنة السرور» (د خوښۍ کال) وویل شو.

اَلصَّلاةُ وَالسَّلامُ عَلَیْکَ یا رَسُولَ الله!
اَلصَّلاةُ وَالسَّلامُ عَلَیْکَ یا حَبِیبَ الله!
اَلصَّلاةُ وَالسَّلامُ عَلَیْکَ یا سَیِّدَ الاَوَّلِینَ وَالآخِرِین!

د عقبې دویم بیعت

د بعثت په دولسم کال، پر مسلمانانو د مکې د مشرکانو ظلم خپل وروستي حد ته رسېدلی او د زغم وړ نه و پاتې. خو په مدینه کې، د اسعد بن زراره او مصعب بن عمیر د خدمتونو په برکت، اوسیان او خزرجیان په داسې مینه او شوق کې وو چې مسلمانانو ته غېږ پرانیزي، هغوی په سینه ونیسي او د هغوی په لاره کې هره قرباني ورکړي. دوی هیله لرله چې زموږ سردار رسول الله ژر تر ژره مدینې ته تشریف راوړي، او ژمنه یې کوله چې د هغه په لاره کې به له خپل مال او ځان څخه دریغ ونه کړي. د حج وخت راغلی و. د ذوالحجې په میاشت کې له مصعب بن عمیر سره یوځای د مدینې ۷۳ مسلمان نارینه او ۲ ښځې مکې ته راغلل. له حج وروسته ټول بیا په عقبه کې له زموږ پیغمبر سره یوځای شول. د اسعد بن زراره په ګډون ۱۲ استازو د خپلو قبیلو په استازیتوب له زموږ پیغمبر څخه هیله او وړاندیز وکړ چې مدینې ته هجرت وکړي. زموږ سردار رسول الله هغوی ته د قرآن کریم ځینې آیات کریمه ولوستل او بیا یې له هغوی څخه قطعي ژمنه وغوښته چې ډاډ ورکړي چې لکه څنګه چې خپل ځانونه، ښځې او اولادونه ساتي او پالي، همداسې به هغه هم ساتي. زموږ د سردار رسول الله تره حضرت عباس، چې لا مسلمان شوی نه و، هم هلته حاضر و. هغه دې ډلې ته چې د بیعت لپاره راغلې وه، داسې خطاب وکړ: «اې د مدینې خلکو! دا زما د ورور زوی دی. په خلکو کې تر ټولو زیات له ده سره مینه لرم. که تاسې یې تصدیق کوئ، په هغه څه ایمان لرئ چې له الله څخه یې راوړي دي او غواړئ چې له ځانه سره یې یوسئ، نو باید داسې ټینګه ژمنه راکړئ چې زما زړه ډاډه کړي. لکه څنګه چې پوهېږئ، محمد علیه السلام له موږ څخه دی. موږ هغه له هغو کسانو څخه ساتلی دی چې پر هغه ایمان نه راوړي. هغه زموږ په منځ کې په عزت او شرف، خوندي ژوند کوي. سره له دې ټولو، هغه له هر چا مخ اړولی او پرېکړه یې کړې ده چې له تاسې سره یوځای شي او له تاسې سره لاړ شي. که تاسې دومره جنګي ځواک لرئ چې کله ټولې عربي قبیلې سره یو شي او پر تاسې حمله وکړي، د هغوی مخې ته ودرېږئ، نو دې کار ته لاس واچوئ. دا خبره هم په خپل منځ کې ښه وڅېړئ او مشوره پرې وکړئ، چې وروسته په بېلتون اخته نه شئ. ایا په خپله ژمنه به ولاړ یاست او له دښمنانو به یې وساتلای شئ؟ که دا کار څنګه چې ښايي، وکړای شئ، څه ښه. خو که له مکې څخه له وتلو وروسته یې یوازې پرېږدئ، همدا اوس لاس واخلئ، چې په خپل وطن کې په عزت او خوندي ژوند وکړي.» د مدینې مسلمانان د حضرت عباس په دې خبرو خپه شول. ته به وایې له داسې خبرې سره مخ شوي وو چې معنا یې دا وه چې که زموږ سردار رسول الله (صلی الله علیه وسلم) خپل وطن ته یوسي، د مشرکانو په وړاندې به یې ونه شي ساتلای او چې تنګ شي، یوازې به یې پرېږدي. د مدینې له صحابه وو څخه حضرت اسعد بن زراره زموږ سردار پیغمبر ته مخ واړاوه او ویې ویل: «یا رسول الله! که اجازه راکوئ، څو خبرې لرم؛ ستاسې حضور ته به یې وړاندې کړم.» زموږ سردار فخر کائنات چې اجازه ورکړه، حضرت اسعد وویل: «مور او پلار مې درنه قربان شي، یا رسول الله! د هرې بلنې یوه نرمه یا سخته لاره او طریقه وي. اوس تاسې موږ داسې یو شي ته رابولئ چې د خلکو لپاره یې منل ډېر سخت دي؛ ځکه چې د خلکو لپاره د هغو بتانو پرېښودل، چې له پخوا څخه یې عبادت کاوه، او د اسلام منل ډېر ګران دي. سره له دې، موږ اسلام په ټول زړه ومانه. بیا مو امر وکړ چې له خپلو مشرکو خپلوانو سره اړیکې پرې کړو؛ هغه مو هم په اخلاص ومانه. پوهېږئ چې د دې منل هم ډېر سخت دي. ستاسې لوړ ذات ته، چې حتی ترونو یې هم دښمني ورسره وکړه او ساتنه یې ونه کړه، مو غېږ پرانیسته او دا شرف لرونکې دنده مو پر ځان واجب او لازمه وګڼله. موږ ټول په دې خبرو کې یوه خوله یو. څه چې په ژبه وایو، په زړه یې تصدیق کوو. قسم خورو چې لکه څنګه چې خپلې ښځې او اولادونه ساتو، ستاسې مبارک وجود به هم د خپلې وینې تر وروستي څاڅکي پورې ساتو. که دا ژمنه مو ماته کړه، نو دې په هغه ژمنه چې له الله تعالی سره مو کړې ده، ولاړ نه شو او د بدبختانو په ډله کې دې شامل شو. یا رسول الله! موږ په دې خبره کې رښتیني یو. الله تعالی دې توفیق راکړي!» بیا یې خبرو ته دوام ورکړ: «یا رسول الله! هر هغه ضمانت چې د ځان لپاره یې غواړئ، له موږ یې واخلئ او هر شرط چې غواړئ، کېږدئ.»

زموږ سردار پیغمبر هغوی اسلام ته وهڅول او قرآن کریم یې ولوست. بیا یې وفرمایل: «د خپل رب لپاره له تاسې زما شرط دا دی چې د الله تعالی عبادت وکړئ او هېڅ شی ورسره شریک مه نیسئ؛ او د ځان او اصحابو لپاره زما شرط دا دی چې موږ ته ځای راکړئ، له ما او زما له اصحابو سره مرسته وکړئ، او موږ له هغو شیانو څخه وساتئ چې خپل ځانونه ترې دفاع کوئ او ساتئ.»

براء بن معرور وویل: «قسم په هغه الله تعالی چې ته یې په حق دین او کتاب سره پیغمبر لېږلی یې، لکه څنګه چې له خپلو ښځو او اولادونو دفاع او ساتنه کوو، همداسې به ستا ساتنه هم کوو! له موږ سره بیعت وکړه، یا رسول الله!» د مدینې له مسلمانانو څخه عباس بن عباده، د هغه تړون د ټینګولو لپاره چې له زموږ سردار پیغمبر سره شوی و، خپلو ملګرو ته وویل: «اې خزرجیانو! ایا پوهېږئ چې محمد علیه السلام مو ولې منلی دی؟» هغوی ځواب ورکړ: «هو.» پر دې یې وویل: «تاسې هغه هم د سولې او هم د جګړې د وختونو لپاره منئ او پیروي یې کوئ. که کله چې ستاسې مالونو ته زیان ورسېږي او ستاسې خپلوان او نږدې کسان هلاک شي، زموږ پیغمبر یوازې او بې‌مرستې پرېږدئ، نو همدا اوس یې وکړئ. والله، که داسې کار وکړئ، په دنیا او آخرت کې به هلاک شئ! خو که عقل مو مني چې د مالونو د له منځه تللو او د نږدې خپلوانو د وژل کېدو سره سره، په هغه څه کې چې تاسې ورته رابولي، له هغه سره وفا وکړئ، نو ویې نیسئ. والله، دا ستاسې د دنیا او آخرت لپاره خیر دی.» پر دې ملګرو یې وویل: «موږ له خپل پیغمبر څخه لاس نه اخلو، که څه هم مالونه مو زیانمن شي او نږدې کسان مو ووژل شي. هېڅکله ترې نه بېلېږو. مرګ شته، بېرته ګرځېدل نشته!»

«که دا ژمنه مو ماته کړه، نو دې په هغه ژمنه چې له الله تعالی سره مو کړې ده، ولاړ نه شو او د بدبختانو په ډله کې دې شامل شو. یا رسول الله! موږ په دې خبره کې رښتیني یو. الله تعالی دې توفیق راکړي!» اسعد بن زراره (رضی الله عنه)

بیا یې زموږ سردار پیغمبر ته مخ واړاوه او ویې پوښتل: «یا رسول الله! که موږ دا ژمنه پوره کړه، موږ ته به څه وي؟» زموږ ګران پیغمبر هغه وخت وفرمایل: «د الله تعالی رضا او جنت!» له دوی څخه هر یوه د خپل قوم د استازي او وکیل په توګه ژمنه وکړه. لومړی حضرت اسعد بن زراره مصافحه وکړه او ویې ویل: «بیعت کوم چې هغه ژمنه پوره کړم چې له الله تعالی او د هغه له رسول سره مې کړې ده، او په خپل ځان او مال سره د هغه د مرستې په اړه خپله وعده ترسره کړم.» له هغه وروسته هر یوه په همدې توګه بیعت بشپړ کړ او په دې ویلو یې خپله خوښي او تسلیمیت وړاندې کړ: «د الله تعالی او د هغه د رسول بلنه مو ومنله، واورېده او غاړه مو کېښوده.» په دې توګه یې د رسول الله په لاره کې خپل ځانونه او مالونه پرته له دریغه وړاندې کړل. له ښځو سره بیعت یوازې په خبرو شوی و. زموږ ګران پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) له هغوی څخه په دې اړه ژمنه واخیسته چې «له الله تعالی سره به هېڅ شی شریک نه نیسي، غلا، بهتان او زنا به نه کوي، خپل اولادونه به نه وژني، دروغ به نه وايي او د خیر له کارونو سره به مخالفت نه کوي…» کله چې د مدینې خلکو له زموږ سردار پیغمبر سره بیعت کاوه، د عقبې له غونډۍ څخه یوه غږ چیغه کړه: «اې هغو کسانو چې په منا کې مو ډېره وهلې ده! پیغمبر او د مدینې مسلمانانو له تاسې سره د جګړې لپاره تړون کړی دی!» زموږ پیغمبر د دې غږ په اړه وفرمایل: «دا د عقبې شیطان دی» او چیغه وهونکي ته یې وفرمایل: «اې د الله تعالی دښمنه! ستا حساب به هم درسره وکړم!» او بیعت کوونکو مدنیانو ته یې وفرمایل: «تاسې سمدستي خپلو منزلونو ته ستانه شئ.» عباس بن عباده وویل: «یا رسول الله! قسم خورم که ته وغواړې، سبا سهار به پر هغو کافرانو یرغل وکړو چې په منا کې دي او ټول به د تورې له تېرې تېر کړو.» زموږ سردار پیغمبر خوشحاله شو، خو ویې فرمایل: «موږ ته لا په دې ډول د عمل امر نه دی شوی. د اوس لپاره خپلو ځایونو ته ستانه شئ.» د امام نسائي د روایت له مخې، چې له عبدالله بن عباس څخه یې کړی دی، له انصارو څخه هغه کسان چې د عقبې په بیعت کې حاضر وو، رسول الله ته د راتګ له امله د مهاجرینو له ډلې هم وګڼل شول.3

سرو د قمري له نیاز څخه سرکشي کوي، مګر
اوبه یې لمن ونیسي، پښو ته یې ولوېږي او زاري وکړي.
ګل غواړي په یوه چل د بلبل وینه وڅښي، مګر
اوبه د ګل د ښاخ مزاج ته ننوځي او هغه وژغوري.
خپله پاکه طینت یې د جهان خلکو ته روښانه کړې،
اوبو د احمد مختار لارې ته اقتدا کړې ده.
د انسان نوع سردار، د اصطفا د مرغلرو سمندر،
چې معجزې یې د شریرانو اور ته اوبه دي.
د نبوت د ګلزار د تازه رونق لپاره،
د هغه معجزې له کلکې ډبرې څخه اوبه ښکاره کړې.
د هغه معجزه په عالم کې یو بې‌پایانه سمندر و،
چې له هغه څخه د کافرانو زر اورتونونو ته اوبه ورسېدې.
هر څوک چې یې واوري، له حیرانۍ ګوتې چیچي:
د سختۍ په ورځ یې له خپلو ګوتو انصارو ته اوبه ورکړې.