د باران دعا
د هجرت په شپږم کال سخته قحطي شوه، له آسمانه یو څاڅکی هم ونه ورېد. له دې امله پر ځمکه واښه شنه نه شول، او انسانان او څاروي د لوږې په کړاو اخته شول. د رمضان شریف میاشتې په یوه جمعه ورځ یې زموږ ګران پیغمبر ته خپله هیله بیان کړه: «یا رسول الله! که دعا وفرمایئ، چې الله تعالی باران راکړي!…» زموږ سردار پیغمبر له خپلو اصحابو سره دښتې ته ووت او بې له اذان او اقامت دوه رکعته لمونځ یې وکړ. زموږ سردار پیغمبر خپل مبارک څادر واړاوه او تکبیر یې ووایه. بیا یې مبارک لاسونه دومره پورته کړل چې د لستوڼو له منځه یې مبارکې تخرګې ښکاره شوې، او په دعا یې پیل وکړ: «الهي! موږ ته باران راکړه!…» اصحاب کرامو ویل: «آمین! آمین!» په هغه شېبه کې آسمان بالکل صاف و، یوه ورېځ هم نه وه. په داسې حال کې چې زموږ سردار رسول اکرم دعا کوله، باد په لګېدو شو او ولیدل شول چې ورېځو آسمان ونیو. بیا ورو ورو نری باران پیل شو. د عالمونو سردار دا ځل دعا وکړه: «الهي! دا باران لکه له لوښي چې تویېږي ووروه او زموږ په حق کې یې خیر وګرځوه!» په هماغه شېبه کې باران لکه له لوښي تویېدل پیل کړل. زموږ د سردار پیغمبر او اصحاب کرامو په جامو کې یو وچ ځای پاتې نه شو. تر کوره رسېدو پورې اوبو هره خوا ډنډونه کړل. هر څوک په اوبو کې ننوتل او تلل. باران دوام کاوه. هغه ورځ، بله ورځ… بله ورځ… په راتلونکې جمعه کې اصحاب کرامو وویل: «یا رسول الله! زموږ کورونه د باران له اوبو په ړنګېدو شول او څاروي مو په ډوبېدو. که الله تعالی ته دعا وکړئ چې باران ودرېږي!…» زموږ ګران پیغمبر موسکی شو او مبارک لاسونه یې پورته کړل او داسې یې دعا وکړه:
«یا ربي! دا باران کښتونو، د ونو د شنه کېدو ځایونو او درو ته واستوه!» په هماغه شېبه کې هغه باران چې یوه اونۍ یې ورېدل ودرېد، او هغه ځایونه چې دعا ورته شوې وه، په لوندېدو شول.
عالمونه په نور کې ډوب شول
په هغه شپه چې محمد دنیا ته راغی،
مؤمن له منافق جلا شو
په هغه شپه چې محمد دنیا ته راغی.
له آسمانه ځمکې ته نور وغورځول شو،
اووه او څلوېښت سره یوځای شول،
د راهب ژبه بنده شوه
په هغه شپه چې محمد دنیا ته راغی.
«نن (د غابه په غزا کې) زموږ د سپرو غوره ابوقتاده او زموږ د پلیو غوره سلمه بن اکوع دی» حدیث شریف
