د مکې فتح
د هجرت اتم کال و. د حدیبیې د سولې لیک یوه ماده دا هم وه: «هغه عرب قبیلې چې له دواړو خواوو بهر دي، د هرې خوا چې وغواړي، حمایت ته ننوتلای شي او له مسلمانانو یا مشرکانو سره په یوځای کېدو کې آزادې دي.» د دې له مخې زموږ د سردار پیغمبر متحده قبیله خزاعه د مسلمانانو او بني بکر قبیله د مشرکانو په لیکه کې ودرېدې. د خزاعې قبیلې او بني بکرو له پخوا راهیسې دښمني درلوده او کله به یې چې فرصت موند، یو پر بل به یې برید کاوه. د حدیبیې د سولې له مخې دوی هم د یوې مودې لپاره خپل بریدونه درولي وو. خو بني بکرو پر دې یوازې دوه کاله عمل وکړای شو. د بکر له اولادې څخه یوه داسې شعر ووایه چې زموږ ګران پیغمبر ته پکې سپکاوی شوی و؛ د خزاعې قبیلې یوه ځوان چې دا واورېدل، ونه شو زغملای او سر یې ورمات کړ. د بکر اولادې دا فرصت وګاڼه او پر هغې خزاعې قبیلې یې برید وکړ چې د تړون له مخې له خطر څخه په امان وه. د قریشو مشرکانو له دې برید سره د وسلو په ورکولو او په پټه د خپلو سړیو په لېږلو مرسته وکړه او په حرم شریف کې یې د خزاعې قبیلې تر شلو زیات کسان ووژل. د نښتې پر مهال د خزاعې قبیلې ځینو مسلمانانو له زموږ سردار پیغمبر څخه مرسته غوښتې وه. د خزاعې پر قبیله په دې شپني بریدونو کې داسې کسان هم وو چې د بکر د اولادې په منځ کې یې قریشي مشرکان هم لیدلي وو.
هغه شپه زموږ ګران پیغمبر، چې په مدینه کې زموږ د مور حضرت میمونې په کور کې و، کله چې د لمانځه لپاره پاڅېد او اودس یې کاوه، د الله تعالی په اذن، د معجزې په توګه، واورېدل چې په مکه کې مسلمانان له هغه څخه مرسته غواړي. هغوی ته یې په ځواب کې وفرمایل: «لبیک! ستاسې بلنه منم!» زموږ مور میمونه چې ولیدل زموږ سردار پیغمبر داسې خبرې کوي، حال دا چې هېڅوک ورسره نه و، ویې پوښتل: «یا رسول الله! ایا څوک درسره دی؟»
زموږ ګران پیغمبر هغې ته په مکه کې د رامنځته شوې پېښې او په دې کار کې د قریشیانو د شریکېدو خبر ورکړ.
د قریشو مشرکانو د بني بکرو په مرسته، د خزاعې پر قبیله په شپني برید او د هغوی په وژلو سره د حدیبیې د سولې لیک له مادو سره مخالف کار کړی و او په دې توګه یې د سولې لیک مات کړی و.
زموږ ګران پیغمبر دا خبر په هماغه شېبه کې زده کړی و. سربېره پر دې، له پېښې درې ورځې وروسته د خزاعې قبیلې عمرو بن سالم له څلوېښتو سپرو سره راغی او زموږ سردار رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) ته یې حال بیان کړ. خو د قریشو مشر ابوسفیان، چې هغه وخت د سوداګرۍ لپاره دمشق ته تللی و، له دې پېښې خبر نه و. زموږ سردار حبیب الله د «که د خزاعې اولادې ته مرسته ونه کړم، ما ته دې هم مرسته ونه شي!» په فرمایلو سره یو لیک ولیکاوه. زموږ ګران پیغمبر په دې لیک کې چې د قریشو مشرکانو ته ولېږل شو، داسې فرمایلي وو: «…یا به د بکر له اولادې سره له خپل اتحاد څخه لاس واخلئ او شا ته به شئ، یا به د خزاعې د وژل شویو کسانو دیتونه ورکړئ! که له دې دوو خبرو څخه چې زه یې وایم، یوه هم پر ځای نه کړئ، اعلانوم چې له تاسې سره به جګړه وکړم!…» قریشیان په دې رحمت هم ونه پوهېدل. پیغام یې ولېږه: «نه خپل اتحاد پرې کوو او نه دیت ورکوو! یوازې جګړه کولای شو.» خو له دې کاره زر ځله پښېمانه شول او له وېرې یې د ابوسفیان انتظار پیل کړ، څو تړون نوی کړي.
«(اې د مکې مسلمانانو!) لبیک! ستاسې بلنه منم!» حدیث شریف
کله چې ابوسفیان له دمشق څخه راستون شو، پېښه یې ورته بیان کړه او ویې ویل: «دا داسې کار دی چې خامخا باید سم شي. که سم نه شي، محمد به موږ له مکې وشړي!» ابوسفیان وویل: «که څه هم زه له دې پېښې خبر نه وم، باید په بېړه لاړ شم، څو سوله نوې او اوږده کړم»، او سمدستي د مدینې پر لور په لاره ووت.1 لا ابوسفیان مدینې ته نه و رسېدلی چې زموږ ګران پیغمبر اصحاب کرامو ته د هغه د راتګ خبر ورکړ او ویې فرمایل: «داسې پوهېږم چې ابوسفیان راځي، څو سوله نوې کړي او د سولې موده اوږده کړي. خو مراد به یې ترلاسه نه شي او څنګه چې راغلی، همداسې به بېرته لاړ شي!…»
ابوسفیان، چې لا مسلمان شوی نه و، مدینې منورې ته راغی. د خپلې لور، زموږ د سردار پیغمبر مبارکې مېرمن او د مؤمنانو مور ام حبیبه (رضی الله عنها) کور ته ورغی. ویې غوښتل چې زموږ د ګران پیغمبر پر بستره کېني. زموږ مور حضرت ام حبیبه له دې مخکې چې هغه کېني، ورسېده او بستره یې ټوله کړه. پلار یې په دې ډېر خپه شو او خپله حیرانتیا یې داسې څرګنده کړه: «اې لورې! دا بستره له ما څخه سپموې؟» د مؤمنانو مور حضرت ام حبیبه، چې د رسول الله مینه یې له هر څه پورته ګڼله، خپل پلار ته ځواب ورکړ: «دا بستره د الله تعالی د رسول بستره ده. مشرکان پرې نه شي کېناستلای! ته مشرک او نجس یې! پر دې بستره ستا کېناستل هېڅکله وړ نه دي!»
کله چې پلار یې وویل: «اې لورې! زما له کوره چې تللې یې، تا ته څه شوي دي!»، هغې وویل: «الحمد لله چې الله تعالی ما ته اسلام نصیب کړ. خو ته لا هم د هغو بتانو عبادت کوې چې له ډبرو جوړ شوي، نه اوري او نه ویني! اې پلاره! ستا په څېر څوک چې د قریشو مشر او سپین ږیری دی، څنګه له اسلام څخه لرې پاتې کېږي؟…» پلار یې ډېر په غوسه شو او ویې ویل: «ما ته دومره بېاحترامي کوې او په جهالت مې تورنوې! یعنې زه هغه څه پرېږدم چې زما نیکونو کلونه کلونه عبادت ورته کړی، او د محمد دین ته ننوځم؟!» او له هغه ځایه لاړ.2
د قریشو مشر زموږ د ګران پیغمبر حضور ته راغی او ویې ویل: «زه راغلی یم چې د حدیبیې د سولې لیک نوی کړم او موده یې هم اوږده کړم. راځه چې زموږ ترمنځ دا تړون په یوه نوي لیک سره نوی کړو!» زموږ سردار حبیب اکرم (صلی الله علیه وسلم) وفرمایل: «موږ د حدیبیې د سولې لیک خلاف کار نه کوو او هغه نه بدلوو!» که څه هم د قریشو مشر بیا بیا وویل: «د سولې لیک بدل کړو! نوی یې کړو!…»، زموږ ګران پیغمبر هېڅ ځواب ورنه کړ. د قریشو مشر چې ولیدل د هغه ټولو هڅو هېڅ ګټه ونه کړه، مکې ته ستون شو او مشرکانو ته یې حال بیان کړ. مشرکانو هغه ملامت کړ: «یعنې بې له دې چې څه وکړې، بېرته راغلې؟!…» اوس نو د هغوی لپاره له انتظار پرته بل څه پاتې نه وو.
څوک چې مسجد الحرام ته پناه یوسي
کله چې ابوسفیان مدینه پرېښوده، زموږ ګران پیغمبر د مکې د فتح کولو پرېکړه وکړه؛ ځکه قریشیان پر خپله ژمنه ولاړ پاتې نه شول او تړون یې مات کړ. خو دا راز یې ډېر پټ ساته؛ غوښتل یې چې مشرکانو ته د چمتووالي فرصت ورنه کړي او په حرم شریف کې له وینې تویولو پرته مکه ونیسي. دا یو جنګي تدبیر و؛ ځکه کله چې مکه فتح شي، څوک پوهېږي چې څومره کسان به د مسلمانېدو په شرف مشرف شي. دا حال یې حضرت ابوبکر او د خپلو اصحابو له مشرانو څخه څو تنو ته وویل. خپلو اصحابو ته یې د سفر د چمتووالي امر وکړ، خو دا یې ونه ویل چې چېرته به ځي. اصحاب کرامو د جهاد لپاره چمتووالی پیل کړ. زموږ سردار پیغمبر سربېره پر دې د شاوخوا مسلمانو قبیلو اسلم، اشجع، جهینه، حصین، غفار، مزینه، سلیم، ضمره او د خزاعې اولادې ته هم پیغام ولېږه. په پیغام کې داسې فرمایل شوي وو: «هغه کسان چې پر الله تعالی او د آخرت پر ورځ ایمان لري، د رمضان شریف په پیل کې دې په مدینه کې حاضر وي»، او په دې توګه جګړې ته په ګډون رابلل کېدل.
زموږ سردار حبیب الله (صلی الله علیه وسلم) د احتیاط په توګه حضرت عمر ته دنده ورکړه چې مکې ته تلونکې لارې ونیسي او اړیکه پرې کړي. حضرت عمر سمدستي پر غرنیو لارو، کوتلونو او نورو د لارو پر سرونو ساتونکي ودرول او امر یې وکړ: «هر هغه څوک چې غواړي مکې ته لاړ شي، بېرته به یې ګرځوئ!»
زموږ ګران پیغمبر د دې لپاره چې دا کار په پټه پرمخ ولاړ شي، الله تعالی ته یې داسې دعا کوله: «یا ربي! تر هغو چې ناڅاپه د هغوی ټاټوبي ته ورسېږو، د قریشیانو جاسوسان او خبر وړونکي ونیسه، داسې یې کړه چې ونه ویني او وانه وري. موږ دې ناڅاپه وویني او واوري!»
زموږ سردار پیغمبر د دې لپاره چې داسې ښکاره شي چې د شمال پر مشرکانو یا بیزانسیانو به برید کوي، حضرت ابوقتاده یې له یوې عسکري ډلې سره شمال ته، د اضم درې پر لور ولېږه. په دې منځ کې زموږ ګران پیغمبر د معجزې په توګه د هغه لیک خبر ورکړ چې د مکې مشرکانو ته د مدینې د چمتووالي د خبرولو لپاره لېږل شوی و. حضرت علي یې ولېږه او لیک یې ونیولو.
د رمضان میاشتې تر دویمې ورځې پورې له شاوخوا قبیلو څخه مرسته راغلې وه او ټول د ابوعنبه د کوهي پر غاړه په لښکرګاه کې راټول شوي وو. د اصحاب کرامو شمېر دولس زرو ته رسېدلی و. له دوی څخه څلور زره انصار، اووه سوه مهاجرین او پاتې یې له شاوخوا مسلمانو قبیلو څخه وو.3
زموږ ګران پیغمبر حضرت عبدالله بن ام مکتوم په مدینه کې خپل ځای ناستی پرېښود.4 حضرت زبیر بن عوام یې د دوه سوه کسیزې سپرو ډلې په سر کې د کشف ډلې په توګه مخکې ولېږه. د هجرت په اتم کال، د رمضان شریف په لسمه، د چهارشنبې په ورځ، د عالمونو سردار د الله تعالی په نوم د خپل دولس زره کسیز پرتمین لښکر په سر کې، چې زړونه یې د الله تعالی او د هغه د رسول په مینه ډک وو، له مدینې څخه روان شو. مکې ته، خپل ټاټوبي ته روان وو؛ هغه ټاټوبي ته چې اته کاله مخکې په شکنجو او ظلم سره له هغه څخه هجرت ته اړ کړای شوي وو. روان وو چې لویه کعبه، چې په بتخانه بدله شوې وه، له بتانو پاکه کړي…
روان وو چې هغو مشرکانو ته چې په هېڅ ډول یې نه غوښتل له خپل ضد څخه لاس واخلي، حق، عدالت او رحمت وښيي… روان وو چې د الله تعالی دین خپور کړي او د هغه ځای د خلکو له تلپاتې دوزخي عذاب څخه د ژغورنې وسیله شي. یا ربي! دا څومره لوی رحمت و!… کله چې د اسلام لښکر ذوالحلیفې ته ورسېد، زموږ د سردار پیغمبر له تره حضرت عباس سره مخ شو چې له خپلې کورنۍ سره یې له مکې هجرت کړی و. زموږ ګران پیغمبر د خپل تره په راتګ ډېر خوشحاله شو او د دې خبرې په فرمایلو یې زړه ورخوشحاله کړ: «اې عباس! لکه څنګه چې زه د پیغمبرانو وروستی یم، ته هم د مهاجرینو وروستی یې.» د حضرت عباس سامان یې مدینې ته ولېږه. حضرت عباس زموږ د سردار پیغمبر تر څنګ پاتې شو او د مکې په فتحه کې یې ګډون وکړ.5 کله چې زموږ سردار رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) مکې ته نږدې قدید ته ورسېد، خپلو نامتو اصحابو ته یې د جګړې د ترتیب امر وکړ. هرې قبیلې ته یې جلا جلا بیرغونه (جنډې) ورکړل او د هرې قبیلې بیرغ وال ته یې وسپارل. د مهاجرینو بیرغ حضرت علي، زبیر بن عوام او سعد بن ابي وقاص (رضی الله عنهم) وړ. انصارو دولس بیرغ واله درلودل، اشجع او سلیم هر یوه یو، مزینه درې، اسلم دوه، د خزاعې اولادې درې او جهینې څلور بیرغ واله درلودل.6 له مدینې څخه د وتلو لس ورځې شوې وې. ماښام مهال مکې ته ښه نږدې شوي وو او د ماسخوتن په وخت مر الظهران ته ورسېدل. زموږ سردار پیغمبر خپلو اصحابو ته امر وکړ چې هلته ودرېږي. سربېره پر دې یې حضرت عمر ته دنده ورکړه او امر یې وکړ چې هر مجاهد دې اور بل کړي.7 کله چې ناڅاپه تر لسو زرو زیات اورونه بل شول، مکه په رڼا کې ډوبه شوه. د مکې مشرکان، چې له هېڅ شي خبر نه وو، حیران شول. د دې لپاره چې پوه شي څه پېښ شوي دي، ابوسفیان یې وګوماره. هغه یو څو کسان له ځان سره واخیستل او پټ پټ د اسلام لښکر ته ورنږدې شو. په دې وخت کې زموږ ګران پیغمبر خپلو ځینو اصحابو ته وفرمایل: «د ابوسفیان پام کوئ. خامخا به یې ومومئ!» قریشیان چې هر څومره مخکې کېدل، حیرانتیا یې زیاتېده او وېره پرې غالبېده. د مکې شاوخوا څومره ډېر عسکر راټول شوي وو او څومره ډېر اورونه یې بل کړي وو!… په همدې خبرو د اراک نومي ځای ته ورسېدل.
«یا ربي! تر هغو چې ناڅاپه د هغوی ټاټوبي ته ورسېږو، د قریشیانو جاسوسان او خبر وړونکي ونیسه، داسې یې کړه چې ونه ویني او وانه وري. موږ دې ناڅاپه وویني او واوري!» حدیث شریف
سم په همدې وخت کې زموږ سردار پیغمبر وفرمایل: «ابوسفیان همدا اوس په اراک کې دی.» په هماغه شېبه کې حضرت عباس هم سمدستي د اراک پر لور روان شو او له ځان سره یې وویل: «هلته به خامخا یو څوک ومومم او مکې ته به یې ولېږم، څو هغوی ته خبر ورکړي چې د اسلام لښکر پرې راځي، او د مکې خلک رسول علیه السلام ته راشي او د جګړې له پیل مخکې امان وغواړي.» په داسې حال کې چې د دې کار لپاره یې هلته یو څوک لټاوه، ابوسفیان یې له غږه وپېژانده او غږ یې کړ: «اې ابوحنظله!» ابوسفیان هم هغه وپېژانده او ویې ویل: «اې ابوالفضل! ته یې؟ مور او پلار مې دې پر تا قربان شي!» بیا یوځای د اسلام د لښکرګاه پر لور روان شول…
په لاره کې ابوسفیان له حضرت عباس څخه وپوښتل: «څه خبرونه دي؟» هغه وویل: «اې ابوسفیان! افسوس دې پر تا وي! رسول علیه السلام له داسې لښکر سره درباندې راځي چې تاسې یې مقابله نه شئ کولای. قسم خورم چې د قریشیانو حال به خراب شي. وای پر هغه څه چې پر هغوی به راځي!» ابوسفیان او ملګري یې په لویه هیله د مجاهدینو له منځه تېر شول او زموږ د ګران پیغمبر شریف حضور ته ورسېدل. د کائناتو سلطان هغوی ښه ومنل او د مکې د خلکو په اړه یې معلومات واخیستل. تر ناوخته پورې یې ورسره خبرې وکړې، بیا یې اسلام ته راوبلل. حکیم بن حزام او بدیل سمدستي د شهادت کلمه ووایه او مسلمانان شول (رضی الله عنهما). خو د ابوسفیان تردد لا دوام درلود. کله چې سهار شو، د رحمت سمندر، زموږ ګران پیغمبر وفرمایل: «اې ابوسفیان! افسوس دې پر تا وي! ایا لا هغه وخت نه دی راغلی چې پوه شې له الله تعالی پرته بل معبود نشته؟» هغه وویل: «مور او پلار مې دې پر تا قربان شي! په نرم خویۍ، شرافت او د خپلوۍ د حق په پالنه کې هېڅوک له تا پورته نه دی. له دومره جفا وروسته چې موږ درسره وکړه، ته لا هم موږ د هدایت لارې ته رابولې. څومره ښه د کرم څښتن یې. باور مې وکړ چې له الله پرته بل معبود نشته… که وای، ما ته به یې څه ګټه رسولې وای. او ته هم د الله رسول یې»، او په دې توګه د اصحاب کرامو له ډلې څخه د کېدو په شرف مشرف شو، رضی الله عنه.8
حضرت عباس وویل: «یا رسول الله! ایا ابوسفیان ته داسې څه ورکوئ چې د مکې د خلکو په نزد ورته اعتبار ورکړي؟» زموږ سردار پیغمبر دا ومنله او ویې فرمایل: «څوک چې د ابوسفیان کور ته ننوځي او پناه یوسي، هغه ته امان ورکړل شوی دی او له وژل کېدو ژغورل کېږي.» کله چې حضرت ابوسفیان غوښتنه وکړه: «یا رسول الله! ایا لږ نور یې پراخوئ؟»، زموږ ګران پیغمبر وفرمایل: «څوک چې مسجد الحرام ته ننوځي او پناه یوسي، هغه ته امان ورکړل شوی دی! څوک چې خپله دروازه وتړي او په خپل کور کې کېني، هغه ته امان ورکړل شوی دی.» زموږ سردار رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) د دې لپاره چې ابوسفیان د اسلام د لښکر هیبت او ډېروالی وویني او د مکې مشرکانو ته یې بیان کړي، حضرت عباس ته وفرمایل: «هغه د غره هغه تنګي ته بوځه چې دره پکې تنګېږي او آسونه پکې په ټېل وهلو تېرېږي، څو د مسلمانانو، د الله تعالی د لښکر، پرتم وویني.»
ابوسفیان باید لیدلي وای، څو هغه منظره چې شاهد یې شوی و، مشرکانو ته بیان کړي او څوک مخالفت ونه کړي… څو په دې توګه په حرم شریف کې وینه تویه نه شي… کله چې حضرت عباس له ابوسفیان سره د غره کوتل ته روان و، مجاهدین د جګړې ترتیب ته ودرېدل. هرې قبیلې، په داسې حال کې چې بیرغونه یې پرانیستي وو، له کوتل څخه تېرېدل پیل کړل. هر یو زغره اغوستی او وسله وال و. هره ډله چې تېرېده، تکبیر به یې ویل. حضرت ابوسفیان پوښتل: «دا څوک دي؟» او حضرت عباس ځواب ورکاوه: «دا د سلیم اولاده ده! قوماندان یې خالد بن ولید دی!»، «دا د غفار اولاده ده!»، «دا د کعب اولاده ده!…» د «الله اکبر! الله اکبر!» غږونو ځمکه او آسمان ډکول او د مجاهدینو ډېروالي او د وسلو ځلا سترګې برېښولې. هغه څه چې حضرت ابوسفیان یې د لیدو ډېره تلوسه درلوده، زموږ سردار فخر عالم (صلی الله علیه وسلم) و. ډېره یې تلوسه درلوده چې د هغه شاوخوا عسکر به څنګه تېرېږي او ګومان یې کاوه چې له نورو به توپیر ولري. له همدې امله یې نه شو کولای چې پرله پسې پوښتنه ونه کړي: «ایا دا د رسول الله ډله ده؟»… په پای کې د پیغمبرانو سلطان، د عالمونو سردار، پر خپلې اوښې قصواء د لمر په څېر نور شیندونکی راڅرګند شو. شاوخوا یې مهاجرین او انصار وو. هر یو له سره تر پښو په داودي زغرو کې نغښتی، هندي توره یې پر ملا تړلې او پر اصیلو آسونو او اوښانو سپور راروان و.
حضرت ابوسفیان چې هغوی ولیدل، په تلوسه یې وپوښتل: «اې عباس، دا څوک دي؟» هغه وویل: «په منځ کې رسول علیه السلام دی. او شاوخوا یې هغه انصار او مهاجرین دي چې د شهادت په مینه سوځي!…» زموږ ګران پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) د هغوی له څنګه د تېرېدو پر مهال حضرت ابوسفیان ته وفرمایل: «نن هغه ورځ ده چې الله تعالی به د کعبې شان لوړ کړي. نن هغه ورځ ده چې پر بیت الله به پوښ وغوړول شي! نن د رحمت ورځ ده… نن هغه ورځ ده چې الله تعالی به قریشیان (په اسلام سره) عزتمن کړي.»
حضرت ابوسفیان هغه څه چې باید یې لیدلي وای، لیدلي وو او هغه څه چې باید یې اورېدلي وای، اورېدلي وو. ویې ویل: «ما د قیصر او کسری سلطنت هم لیدلی دی، خو دومره پرتمین مې نه دی لیدلی. هېڅکله د نن په څېر له لښکر او جماعت سره نه یم مخ شوی. د داسې لښکر مقابله هېڅوک نه شي کولای او هېڅوک ورسره نه شي برابرېدای»، او د مکې لاره یې ونیوله…
«څوک چې د ابوسفیان کور ته ننوځي او پناه یوسي، هغه ته امان ورکړل شوی دی او له وژل کېدو ژغورل کېږي… څوک چې مسجد الحرام ته ننوځي او پناه یوسي، هغه ته امان ورکړل شوی دی! څوک چې خپله دروازه وتړي او په خپل کور کې کېني، هغه ته امان ورکړل شوی دی» حدیث شریف
ابوسفیان مکې ته راغی او هغو مشرکانو ته چې په تلوسه یې انتظار کاوه، تر دې اعلان وروسته چې مسلمان شوی دی، ویې ویل: «اې د قریشو جماعته! محمد علیه السلام له داسې لوی لښکر سره چې تاسې یې مقابله نه شئ کولای، سم ستاسې تر څنګ رارسېدلی دی. بېځایه ځانونه مه غولوئ. مسلمانان شئ چې وژغورل شئ. ما هغه څه ولیدل چې تاسې نه دي لیدلي. بېشمېره اتلان، آسونه او وسلې مې ولیدې. هېڅوک ورسره نه شي برابرېدای. څوک چې د ابوسفیان کور ته ننوځي، هغه ته امان ورکړل شوی او له وژل کېدو ژغورل شوی دی. څوک چې بیت الله ته پناه یوسي، هغه ته امان ورکړل شوی دی. څوک چې خپل کور ته ننوځي او دروازه یې وتړي، هغه ته هم امان ورکړل شوی دی.»9
نو د مشرکانو ځینو سرکښو د حضرت ابوسفیان مخالفت وکړ او سپکاوی یې ورته وکړ. حتی د اسلام د لښکر پر وړاندې د مقابلې لپاره یې په بېړه چمتووالی پیل کړ. خو شمېر یې ډېر لږ و. نورو ورته پام ونه کړ او خپلو کورونو ته یې منډې کړې. یوې برخې یې هم مسجد الحرام ته پناه یوړه.
سرور عالم (صلی الله علیه وسلم) او نامتو صحابه (رضی الله عنهم) د ذي طوی درې ته راغلل او راټول شول. د عالمونو سردار چې په خپلو مبارکو سترګو یې پر اصحاب کرامو یو نظر واچاوه، اته کاله مخکې له مکې څخه وتل او هجرت یې ور یاد شول. ور یاد شول چې هغه وخت مشرکانو یې د سعادت د کور شاوخوا نیولې وه، او هغه د یس شریف له سورت څخه د آیت کریمو په لوستلو راووت، له حضرت ابوبکر سره بې له دې چې څوک یې وویني د ثور غار ته ننوتل، او له دې مخکې چې د مکې له پولو ووځي، د وروستي ځل لپاره یې ورته وکتل او ویې فرمایل:
«(اې مکې!) والله، پوهېږم چې ته د هغو ځایونو تر ټولو غوره یې چې الله تعالی پیدا کړي دي. زما د رب په نزد هم او زما په نزد هم تر ټولو ګرانه یې. که په زور له تا نه وای ایستل شوی، له تا به نه وتلم او نه به جلا کېدم.» دا یې هم ور یاد شول چې د دې خپګان په وړاندې جبرئیل علیه السلام د قصص سورت ۸۵م آیت کریمه ولوست، د هغه مبارک خاطر یې تسلي کړ او زېری یې ورکړ چې مکې مکرمې ته به بېرته راستون شي؛ او دا یې هم ور یاد شول چې څنګه یې له یوه موټي اصحابو سره په بدر، احد، خندق، خیبر او موته کې پر دښمنانو بریا موندلې وه. اوس یې دولس زره اصحاب د پتنګ په څېر د هغه شاوخوا راټول شوي وو او مکې ته د ننوتو لپاره یې یوازې د هغه د یوه امر انتظار کاوه. سرور عالم د منندوی او شکر په ژورو احساساتو ډک الله تعالی ته حمد ووایه چې دا ټول یې ورته بښلي وو. په تواضع یې خپل مبارک سر ښکته کړ. فخر کائنات خپل زړور اصحاب په څلورو ډلو ووېشل. د ښي اړخ قوماندانۍ ته یې حضرت خالد بن ولید، د کیڼ اړخ قوماندانۍ ته حضرت زبیر بن عوام، د پلیو په سر حضرت ابوعبیده بن جراح او بلې ډلې ته حضرت سعد بن عباده وټاکه. حضرت خالد باید د مکې له جنوب څخه ننوتلی وای، د مشرکانو له منځه چې هر چا مخالفت کړی وای، سزا یې ورکړې وای او د صفا پر غونډۍ له فخر کائنات سره یوځای شوی وای. حضرت زبیر باید د مکې له شمال څخه ننوتلی وای، خپل بیرغ یې د حجون په ځای کې درولی وای او هلته یې د سرور عالم انتظار کړی وای. له لوېدیځ څخه حضرت سعد بن عباده مخکې تلو.10
«نن هغه ورځ ده چې الله تعالی به د کعبې شان لوړ کړي. نن هغه ورځ ده چې پر بیت الله به پوښ وغوړول شي! نن د رحمت ورځ ده… نن هغه ورځ ده چې الله تعالی به قریشیان (په اسلام سره) عزتمن کړي» حدیث شریف
زموږ سردار رسول اکرم خپلو قوماندانانو ته وفرمایل: «تر هغو چې پر تاسې برید نه وي شوی، هېڅکله به له هېچا سره نه نښلئ. هېڅوک به نه وژنئ.» خو له هغو کسانو څخه چې نومونه یې یاد شوي وو، هر څوک چې نیول کېده، که د کعبې تر پوښ لاندې هم پټ شوی وای، سر به یې پرې کېده.11
حق راغی او باطل له منځه ولاړ
عکرمه بن ابي جهل، صفوان بن امیه او سهیل بن عمرو، له بني بکر او بني حارث څخه له ځینو کسانو سره، چې خبر شول خالد بن ولید راځي، د لارې سر یې ونیو او انتظار یې پیل کړ. له مجاهدینو څخه چې تر ټولو لومړی په حرکت راغی، حضرت خالد بن ولید و. کله چې د مکې له جنوب څخه د خندمې د غره لمنو ته ورسېدل، ولیدل یې چې سرکښو قریشي مشرکانو پرې غشي اورول. دوه مجاهدین شهیدان شوي وو: یو کرز بن جابر او بل حبش بن اشعر. حضرت خالد خپلو هغو عسکرو ته چې د جګړې په ترتیب کې وو، امر وکړ: «یوازې هغه کسان به نه وژل کېږي چې مات شي او وتښتي»، او بیا مخکې ودانګه. په یوه شېبه کې یې مشرکان شا ته وشړل او تر مسجد الحرام پورې مخکې ولاړل. د نښتې پر مهال اویا مشرکان ووژل شول.12 د مشرکانو یوه برخه د غرونو سرونو ته او بله برخه یې خپلو کورونو ته وتښتېده.
د مکې مکرمې فتح
هغو نامتو صحابه وو چې له نورو لورو څخه مقدسې مکې ته ننوتل، له هېڅ مقاومت سره مخ نه شول. له هغو کسانو څخه چې د وژلو امر یې شوی و، پنځه تنه ونیول شول او سمدستي سزا ورکړل شوه. نور له مکې وتښتېدل. د رمضان په شلمه، د پنجشنبې په ورځ، مجاهدین په لوی هیجان سره، څپې څپې، د «الله اکبر! الله اکبر!» د تکبیرونو په منځ کې مکې ته ننوتل. سرور عالم (صلی الله علیه وسلم) پر خپلې اوښې قصواء، په داسې حال کې چې اسامه بن زید یې شاته سپور و، په لوی تواضع سره هغه ښار، مقدسې مکې ته ننوت چې پکې دنیا ته راغلی و. الله تعالی ته یې حمد ویل چې دا ورځې یې ورته ښودلې وې، او د فتح سورت یې تلاوت فرمایه چې د مکې د فتحې زېری یې ورکړی و.
فخر کائنات په لویه خوښۍ سره د خپلو بریالیو اصحابو په منځ کې د کعبې معظمې پر لور ورغی. په داسې حال کې چې حضرت ابوبکر یې ښي لاس ته او حضرت اسید بن حضیر یې کیڼ لاس ته و، کعبې معظمې ته ورنږدې شو. د حجر الاسود تر زیارت وروسته یې تلبیه او تکبیر وویل. صحابه وو هم پیروي وکړه او د مکې مکرمې آسمان د «الله اکبر! الله اکبر!» په غږونو انګازه وکړه. د دې لوړې منظرې په وړاندې مسلمانانو د خوښۍ اوښکې تویولې، او هغو مشرکانو چې حرم شریف ته یې پناه وړې وه یا یې ځانونه په کورونو کې بند کړي وو، په وېره کې انتظار کاوه.
بیا د عالمونو سردار او نامتو اصحابو یې طواف پیل کړ. د طواف د اووم شوط تر بشپړېدو وروسته زموږ ګران پیغمبر له اوښې ښکته شو او په مقام ابراهیم کې یې دوه رکعته لمونځ وکړ. بیا یې له هغو زمزمو څخه وڅښل چې حضرت عباس له کوهي راایستلې وې. د زمزمو په اوبو یې د اودس کولو اراده وفرمایله. کله چې فخر کائنات اودس کاوه، اصحاب کرامو د اودس هغه اوبه چې زموږ د ګران پیغمبر مبارک بدن ته لګېدلې وې، له دې مخکې چې پر ځمکه ولوېږي، په هوا کې لوټولې. مشرکان چې دا حال ولید، حیران شول او ویې ویل: «موږ په خپل ژوند کې داسې پاچا نه لیدلی او نه مو اورېدلی دی.» سرور عالم (صلی الله علیه وسلم) اراده وفرمایله چې د کعبې شاوخوا له ډبرو او لرګیو جوړ شوي ټول بتان ونړول شي. د هغه آیت کریمه په لوستلو سره چې معنا یې داسې ده: «کله چې حق راشي، باطل ځي؛ باطل تل تلونکی دی»13، هغه امسا یې چې په مبارک لاس کې یې وه، د بتانو پر لور اوږدوله. هر بت ته چې امسا ولګېده، یو په بل پسې پر مخ را ولوېد. درې سوه شپېته بتان له خاورو سره برابر شول.14 کله چې د ماسپښین وخت داخل شو، زموږ سردار رسول اکرم حضرت بلال ته امر وفرمایه چې په کعبه کې محمدي اذان ووايي. هغه سمدستي دا مقدسه دنده ترسره کړه. کله چې اذان کېده، د مؤمنانو په زړونو کې بېپایانه خوښي رامنځته کېده او مشرکان د ډېر درد او غم له امله په خپل ځان کې ماتېدل.15
زموږ ګران پیغمبر د کعبې کیلي وغوښته. راوړل یې. د دننه انځورونو او د ټولو نړول شویو بتانو تر پاکولو وروسته کعبې ته ننوت.
حضرت اسامه بن زید، حضرت بلال او حضرت عثمان بن طلحه ورسره وو. زموږ سردار پیغمبر د کعبې دننه، په داسې حال کې چې دروازه یې شا ته وه، دوه رکعته لمونځ وکړ. په هر ګوټ کې یې تکبیر ووایه او دعا یې وکړه. حضرت خالد بن ولید د دروازې مخې ته ولاړ و او هڅه یې کوله چې هلته د خلکو د ګڼې ګوڼې مخه ونیسي.
«کله چې حق راشي، باطل ځي؛ باطل تل تلونکی دی» اسراء: ۸۱
د کائناتو سلطان د کعبې د دروازې دواړه پلې په خپلو دواړو مبارکو لاسونو نیولې وې. ټولو قریشیانو مسجد الحرام ډک کړی و او له هیلې سره ګډې وېرې یې زموږ ګران پیغمبر ته کتل؛ ځکه هغوی زموږ سردار پیغمبر ته سپکاوی کړی و، د وهلو هڅه یې کړې وه او د ځان قصد یې ورته کړی و!… د هغه پر اصحابو یې هر ډول شکنجه کړې وه. پړي یې ورته په غاړو کې اچولي او پر ځمکه یې کش کړي وو. اور ته یې غورځولي او د سوځولو هڅه یې کړې وه. سرې شوې ډبرې یې پر سینو ایښې وې او تر بېهوښۍ پورې یې شکنجه کړي وو. په اور کې سره شوي سیخونه یې په بدنونو کې ننایستي وو. درې کاله یې وږي او تږي په یوه محله کې بندیان ساتلي او له هر څه یې بېبرخې کړي وو. له پښو یې اوښانو پورې تړلي، په مخالفو لورو یې ښکلي او په دې توګه یې ټوټې ټوټې کړي وو. تر ټولو زیات، له خپلو ټاټوبو یې ایستلي وو. او لکه دا چې بس نه وي، د هغوی د بشپړ له منځه وړلو لپاره یې څو ځله جګړې کړې وې. خو سره له دې ټولو هیلهمن وو؛ ځکه د هغوی مخې ته د رحمت هغه سمندر و چې عالمونو ته د رحمت په توګه رالېږل شوی و. زموږ ګران پیغمبر تر یو څه وخته هغوی ته وکتل، بیا یې وفرمایل: «اې د قریشو جماعته! ګومان کوئ چې اوس به ستاسې په اړه څه وکړم؟» هغوی وویل: «موږ له تا خیر غواړو او د خیر هیله لرو؛ ځکه ته کریم ورور یې. د یوه کریم او نېکوکار ورور زوی یې. پر موږ برلاسی شوې. له تا د ښېګڼې هیله لرو.» رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) هغوی ته موسکی شو او ویې فرمایل: «زما او ستاسې حال به هماغسې وي لکه یوسف (علیه السلام) چې خپلو وروڼو ته وویل. زه هم د هغه په څېر وایم: ‹نن زه نور له تاسې څخه د هغو کارونو له امله چې کړي مو دي، حساب نه غواړم (ستاسې خطاګانې به مو مخ ته درنه وړم). الله تعالی دې تاسې وبښي.›16 ولاړ شئ. آزاد او خلاص یاست.»
دې لوی رحمت سخت زړونه نرم کړل او کرکه یې په مینه بدله کړه. کله چې د عالمونو سردار هغوی اسلام ته راوبلل، د مسلمانېدو لپاره راټول شول.
زموږ ګران پیغمبر د صفا غونډۍ ته وخوت؛ هماغه ځای چې لومړی ځل یې قریشیانو ته خپله پیغمبري اعلان کړې وه او اسلام ته یې رابللي وو. بیا هم په همدغه ځای کې یې د مکې د ټولو خلکو، له وړو او لویو، ښځو او نارینوو بیعت ومانه. په دې توګه قریشیان مسلمانان شول او د اصحاب کرامو په منځ کې د شاملېدو په شرف مشرف شول. له نارینوو سره تر ژمنې وروسته له ښځو څخه هم په ځینو مسائلو کې ژمنه واخیستل شوه.17 له الله تعالی سره شرک نه کول، زموږ د سردار پیغمبر نافرماني نه کول، غلا نه کول، د عفت او ناموس ساتل، بهتان (افترا) نه تړل او د لوڼو نه وژل له هغو څخه وو. هغو ښځو چې زموږ د سردار پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) په حضور کې وې، دا ټول ومنل او یوازې په خبرو یې ژمنه وکړه. رسول الله (صلی الله علیه وسلم) هغوی ته د خیر دعا وکړه او د هغوی بخښنه یې وغوښته.
د ابوسفیان مېرمن او د معاویه (رضی الله عنهما) مور هند (رضی الله عنها) هم په هغوی کې وه او حتی د هغوی مشره وه. په دې د ښځو بیعت کې هغې د ښځو په استازیتوب خبرې وکړې. (د دې ژمنې او د دې استغفار دعا ته د رسېدو له امله ډېره هیله کېږي چې بریالۍ شوې وي. له مسلمانو ښځو څخه هره یوه هم چې دا شرطونه ومني او پرې عمل وکړي، په دې ژمنه کې داخله ګڼل کېږي او له دې دعا څخه ګټه اخلي.) هر چا چې اسلام راووړ، د خپل کور ټول بتان یې مات کړل. شاوخوا قبیلو ته عسکري ډلې ولېږل شوې او د هغو ځایونو بتان هم له خاورو سره برابر شول. په دې توګه د حق په راتګ سره د باطل ریښه وکښل شوه.
محکوم شوي کسان
د اسلام له لومړیو ورځو څخه د هجرت تر اتم کال پورې داسې کسان وو چې د ډول ډول جرمونو له امله یې د وژلو حکم شوی و. رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د هغوی (یوولس نارینه او شپږ ښځې) نومونه یاد کړل او امر یې وکړ: «دا کسان چې هر چېرې مو ولیدل، هملته یې ووژنئ.» محکوم نارینه دا وو: عکرمه بن ابي جهل، وحشي بن حرب حبشي، عبدالله بن ابي سرح، هبار بن اسود، صفوان بن امیه، کعب بن زهیر، عبدالله بن زبعری، عبدالعزی بن خطل، حویرث بن معاذ، مقیس بن صبابه او حارث بن طله. او ښځې: هند بنت عتبه، قریطا، قریته، د ابن حنظله بله وینځه، د عبدالمطلب د اولادې وینځه ساره، او ام سعد.
هغه کسان چې رحمت ته ورسېدل
هند بنت عتبه: د هغو ښځو په منځ کې چې مسلمانې شوې، د حضرت ابوسفیان مېرمن هند هم وه چې نوم یې د وژل کېدونکو کسانو په لېست کې و. خو زموږ ګران پیغمبر، چې د عالمونو لپاره رحمت دی، هغه یې هم وبښله. هغې به مسلمانانو ته ازار او ځورونې رسولې. هغه ازارونه چې پر حضرت حمزه او د احد پر نورو شهیدانو وشول، د هغې په تحریک شوي وو. د مکې په ورځ حضرت فخر عالم (صلی الله علیه وسلم) د صفا غونډۍ ته وخوت او کېناست. حضرت عمر فاروق هم د هغه لاندې اړخ ته کېناست. لومړی نارینه، بیا ښځې راغلې او یو په بل پسې مسلمانان شول. په ښځو کې د حضرت علي خور ام هاني او د حضرت معاویه مور هند هم وې. هند له رسول الله سره بیعت وکړ. د ښځو په استازیتوب یې له رسول الله سره ژمنه وکړه. د خیر دعا ته ورسېده.
عکرمه بن ابي جهل: د ابوجهل زوی. د هغو نارینوو په منځ کې چې رحمت ته ورسېدل، هغه هم و. د فتحې په ورځ یې یو صحابي شهید کړ او یمن ته وتښتېد. کله چې دا خبر رسول الله ته ورسېد، موسکی شو. کله چې اصحابو یې سبب وپوښت، ویې فرمایل: «عکرمه او هغه کس چې ده شهید کړ، لاس په لاس په جنت کې ګرځي.» د هغه مېرمن ام حکیم بنت حارث بن هشام د ښځو په بیعت کې مسلمانه شوې وه او له رسول الله څخه یې د عکرمه لپاره امان غوښتی و. له ام حکیم سره مکې ته راستون شو، د رسول الله حضور ته ورغی او بخښنه یې وغوښته. رسول الله هم لاسونه پورته کړل او د هغه لپاره یې بخښنه وغوښته. عکرمه (رضی الله عنه) له ایمان راوړلو وروسته ډېرې هڅې او هلې ځلې وکړې. د اصحاب کرامو له اتلانو څخه شو. په عمان او یمن کې یې جهاد وکړ او د یرموک په جګړه کې شهید شو.
وحشي بن حرب حبشي: هغه د احد په غزا کې حضرت حمزه (رضی الله عنه) شهید کړی و. مسلمانانو د هغه وژلو ته ډېره لېوالتیا درلوده. په احد کې رسول الله پر څو کافرانو ښېرا کړې وه. کله چې ترې یې وپوښتل: «ولې پر وحشي لعنت نه وایې؟»، فرمایلي یې وو: «د معراج په شپه مې حمزه او وحشي ولیدل چې لاس په لاس یوځای جنت ته ننوتل.» وحشي د مکې د فتحې په ورځ وتښتېد. پښېمانه شو، د طائف له خلکو سره مدینې ته، جومات ته راغی او سلام یې واچاوه. رسول الله یې سلام ځواب کړ. ایمان یې راووړ او بخښنې ته ورسېد. خو امر ورته وشو چې د یمامې پر لور ولاړ شي. د رسول الله په وړاندې ډېر شرمېده او سر ښکته یې ژوند وکړ. بیا هېڅکله مدینې ته رانغی. کله چې یې ایمان راووړ، پاک سپېڅلی شو. تر ټولو اولیاوو لوړ شو.
«زما او ستاسې حال به هماغسې وي لکه یوسف (علیه السلام) چې خپلو وروڼو ته وویل. زه هم د هغه په څېر وایم: ‹نن زه نور له تاسې څخه د هغو کارونو له امله چې کړي مو دي، حساب نه غواړم (ستاسې خطاګانې به مو مخ ته درنه وړم). الله تعالی دې تاسې وبښي› (یوسف: ۹۲). ولاړ شئ. آزاد او خلاص یاست» حدیث شریف
د هجرت په یوولسم کال په یمامه کې له مرتدانو سره ډېره سخته جګړه وشوه. د مسیلمه له لښکر څخه شل زره او د خالد بن ولید له عسکرو څخه دوه زره کسان ووژل شول. لومړی د مسلمانانو لیکې ګډې وډې شوې. بیا حضرت وحشي په زړورتیا برید وکړ او په هماغه نېزه یې چې حضرت حمزه یې پرې شهید کړی و، مسیلمه کذاب ووژه.18 مسلمانانو چې دا ولیدل، برید یې وکړ او بریا ترلاسه شوه. په دې توګه څرګنده شوه چې په هغه وخت کې د رسول الله له خوا د یمامې پر لور د وحشي لېږل یوه لویه معجزه وه. هغه د هجرت په دولسم کال د یرموک په جګړه کې هم حاضر و او د رومیانو پر وړاندې یې ډېرې اتلولۍ وښودې. په حمص کې مېشت شو او د حضرت عثمان په زمانه کې هملته وفات شو.
د ګناهګارو عذر یې په عفوه او لطف سره مانه،
د خلق عظیم څښتن، شفیق او مهربان و، هغه د کرم کان.
بډایي یې نه خوښوله، فقر یې خوښاوه او پرې یې ویاړ کاوه،
او مسکینان یې خپل وروڼه ګرځول، هغه د کرم کان.
پر جامو به یې پیوندونه ګنډل او څپلۍ به یې هم اغوستې،
هر ناروغ ته به ورتلو او درملنه به یې کوله، هغه د کرم کان.
د خپلې کورنۍ خدمتونه به یې پخپله په خوښۍ کول،
ټولې ستونزې به یې اسانولې، هغه د کرم کان.
که د وربشو ډوډۍ او د نسکو ښوروا ته به
هم وبلل شو، مېلمه به کېده، هغه د کرم کان.
کله به پر اوښ، کله پر آس، کله پر قاطر او کله پر خره سپرېده،
او کله به پښې لوڅ ګرځېده هغه سلطان، هغه د کرم کان.
