زما ګران پیغمبر

زموږ د سردار پیغمبر وفات

د هجرت یوولسم کال و. کله چې دا کال راغی، جبرئیل علیه السلام زموږ ګران پیغمبر ته قرآن کریم دوه ځله له سره تر پایه ولوست؛ په داسې حال کې چې په تېرو کلونو کې یې قرآن کریم یو ځل لوستی و. زموږ سردار سرور عالم (صلی الله علیه وسلم) د نصر سورت له اورېدو وروسته، چې جبرئیل علیه السلام په وروستي ځل رسولی و او معنا یې داسې ده: «کله چې د الله تعالی مرسته او د بریا ورځ راشي او ووینې چې خلک ډلې ډلې د الله تعالی دین (اسلام) ته ننوځي، نو د خپل رب تسبیح له حمد سره ووایه! له هغه بښنه وغواړه! ځکه چې هغه تل توبې قبلوي»1، ویې فرمایل: «اې جبرئیل! په خپل زړه کې احساسوم چې مرګ مې نږدې شوی دی.» نو جبرئیل علیه السلام دا آیتونه کریمه ولوستل، چې معنا یې داسې ده: «آخرت ستا لپاره تر دنیا غوره دی. ستا رب به تا ته هر هغه څه درکړي چې غواړې یې، تر هغه چې ووایې ‹راضي شوم›.»2

د هجرت په یوولسم کال، د صفر د میاشتې په اووه ویشتمه ورځ، د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) مبارک سر په درد شو. د خپلې محترمې مېرمنې حضرت عایشې (رضی الله عنها) کوټې ته یې تشریف یووړ. عبدالرحمن بن ابي بکر یې راوباله او خبر یې ورکړ چې یو وصیت به ولیکوي ترڅو له هغه وروسته ابوبکر صدیق خلیفه وټاکل شي، او امر یې ورته وکړ چې دوات او قلم راوړي. کله چې د حضرت ابوبکر زوی عبدالرحمن د هغه د امر د پوره کولو لپاره روان و، ویې فرمایل: «وروسته یې راوړه، اوس دې پاتې وي!» او مسجد شریف ته یې تشریف یووړ. زموږ ګران پیغمبر هغه ورځ په مدینه کې ټولو اصحاب کرامو ته خبر ولېږه چې د ماسپښین لمانځه لپاره په جومات کې راټول شي. زموږ سردار سرور عالم له لمانځه ورکولو وروسته منبر ته وخوت او یوه خطبه یې وکړه. خپلو اصحابو ته یې نصیحت وکړ او حلالي یې ترې وغوښته. بیا یې د اصحابو په منځ کې د ابوبکر صدیق غوره والی، ارزښت او دا چې ترې څومره راضي دی، بیان کړل. دا داسې یوه خطبه وه چې د ټولو اورېدونکو زړونه یې ولړزول او له سترګو اوښکې روانې شوې. وروسته یې چې وفرمایل: «اې خلکو! زه مو د خپل پیغمبر په توګه څنګه وموندم؟»، اصحاب کرامو وویل: «یا رسول الله! الله تعالی دې زموږ له لوري تا ته ډېر خیرونه درکړي. ته زموږ لپاره د یوه ډېر مهربان پلار او د یوه نصیحت کوونکي مهربان ورور په څېر وې. د پیغمبرۍ هغه دنده دې ترسره کړه چې الله تعالی درباندې لورولې وه. هغه څه چې وحي شوي وو، موږ ته دې راورسول. د خپل رب لارې، اسلام ته، دې په حکمت او ښه نصیحت بلنه ورکړه او راوبللو. الله تعالی دې تا ته تر ټولو ښه او تر ټولو لوړ بدلې درکړي.»

نو زموږ سردار پیغمبر وفرمایل: «اې مؤمنانو! د الله لپاره، هر څوک چې پر ما حق لري، دې پاڅي، راشي او له قیامت مخکې دې همدلته یې واخلي.»

خو هېڅوک د خپل حق د اخیستلو لپاره ونه پاڅېد او رانغی. زموږ سردار رسول الله دویم او دریم ځل هم د الله تعالی نوم یاد کړ او ویې فرمایل: «څوک چې حق لري، راشي او ویې اخلي.» نو له اصحاب کرامو څخه حضرت عکاشه، چې ډېر زوړ سپین ږیری و، پاڅېد. د رسول الله حضور ته ورغی. بیا یې وویل: «مور او پلار مې درته قربان شي، یا رسول الله! د تبوک په غزا کې درسره وم. کله چې له تبوک څخه روانېدو، زما اوښ او ستاسې اوښ څنګ په څنګ شول. زه له خپل اوښه کښته شوم. تا ته نږدې شوم. موخه مې دا وه چې ستا مبارک بدن ښکل کړم؛ هغه وخت تا په قمچینه زما پر شا ووهلم. نه پوهېږم چې ولې دې ووهلم.»

«آخرت ستا لپاره تر دنیا غوره دی. ستا رب به تا ته هر هغه څه درکړي چې غواړې یې، تر هغه چې ووایې ‹راضي شوم›» ضحی: ۴–۵

زموږ سردار پیغمبر امر وکړ: «اې عکاشه! الله تعالی دې تا د خپل رسول له قصدي وهلو څخه وساتي. اې بلال! زما د لور فاطمې کور ته لاړ شه او هغه قمچینه ما ته راوړه.» حضرت بلال له جومات څخه ووت. لاس یې پر سر ایښی و او په ډېره حیرانتیا کې پاتې و: «رسول الله له ځانه قصاص اخلي!» کله چې کور ته ورسېد، دروازه یې وټکوله او ویې ویل: «اې د رسول الله کریمې لورې! د رسول الله قمچینه راکړه!» زموږ مور حضرت فاطمې وپوښتل: «اې بلال! اوس نه د حج وخت دی او نه د غزا! پلار مې قمچینه څه کوي؟» حضرت بلال وویل: «اې فاطمې! ایا خبر نه یې؟ له رسول الله به په هغې قصاص اخیستل کېږي!»

زموږ مور فاطمې حضرت بلال ته ټینګه سپارښتنه وکړه: «اې بلال! د چا زړه به راضي شي چې له رسول الله څخه په قصاص خپل حق واخلي؟ اوس چې یې غوښتې ده، درکوم یې. خو حسن او حسین ته ووایه چې هر څوک خپل حق اخلي، قصاص دې له دوی واخلي. هغه کس دې خپل حق له دوی واخلي. خبردار، پرې دې نه ږدي چې له رسول الله قصاص واخیستل شي.» حضرت بلال جومات ته راغی او قمچینه یې رسول الله ته ورکړه، او هغه حضرت عکاشه ته ورکړه. حضرت ابوبکر او حضرت عمر چې دا حال ولید، زاري یې وکړه: «اې عکاشه! ګوره موږ دلته ستا څنګ ته تیار یو، خپل حق له موږ واخله. مهرباني وکړه، له رسول الله یې مه اخله!» نو زموږ سردار پیغمبر حضرت ابوبکر ته وفرمایل: «اې ابوبکر! ته پرېږده، له منځه لرې شه. اې عمر! ته هم لرې شه. الله تعالی ستاسې لوړه درجه پېژني.» بیا حضرت علي پاڅېد او ویې ویل: «اې عکاشه! زړه مې نه راضي کېږي چې رسول الله ووهې؛ دا مې شا او ګېډه، راشه خپل حق له ما واخله، که غواړې سل ځله ووهه. خو رسول الله ته لاس مه وروړه!» نو زموږ سردار پیغمبر وفرمایل: «اې علي! ته هم کېنه. الله تعالی ستا لوړه مرتبه او حال هم پېژني.» دا ځل حضرت حسن او حسین پاڅېدل او ویې ویل: «اې عکاشه! ته هم پوهېږې چې موږ د رسول الله لمسیان یو. نو له موږ قصاص اخیستل له رسول الله قصاص اخیستل دي. خپل حق له موږ واخله؛ مهرباني وکړه، رسول الله مه وهه!» نو زموږ سردار پیغمبر هغوی ته وفرمایل: «تاسې هم کېنئ، اې زما د دواړو سترګو خوښیو.» بیا یې وفرمایل: «اې عکاشه! راشه، ووهه!»

کله چې عکاشه وویل: «یا رسول الله! کله چې تا زه وهلم، زما بدن لوڅ و»، زموږ ګران پیغمبر خپله مبارکه شا لوڅه کړه. په دې وخت کې د اصحاب کرامو له منځه د سلګیو غږونه پورته شول او ویې ویل: «اې عکاشه! ایا د رسول الله پر مبارکه شا به ووهې؟» ټول په خواشینۍ کې انتظار باسل. حضرت عکاشه چې زموږ د سردار رسول الله پر مبارکه شا د پیغمبرۍ مهر ولید، ناڅاپه یې وویل: «مور او پلار مې درته قربان شي، یا رسول الله! د خپل حق د اخیستلو لپاره ستا پر هغې مبارکې شا د وهلو او له تا د قصاص اخیستلو توان د چا دی؟ څوک دې ته جرئت کولای شي؟» او د کائناتو د سلطان مبارک د نبوت مهر یې ښکل کړ. نو زموږ سردار رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) ورته وفرمایل: «نه، یا به یې ووهې، یا به یې وبښې.» حضرت عکاشه وویل: «ساه مې درته قربان شي، یا رسول الله! ومې بښه. ایا الله تعالی به هم ما د قیامت په ورځ وبښي؟» زموږ سردار پیغمبر وفرمایل: «څوک چې غواړي په جنت کې زما ملګری وویني، دې پیر فاني (زاړه سړي) ته دې وګوري.» اصحاب کرامو چې زموږ د سردار رسول الله دا مبارکه خبره واورېده، د هغه د دواړو سترګو ترمنځ یې ښکلول پیل کړل. ټولو به ویل: «څومره نېکمرغه یې، څومره نېکمرغه یې! اې عکاشه! له رسول الله سره د ملګرتیا په حرمت، په جنت کې لوړو درجو ته ورسېدې.»3

د اسامه بن زید د قوماندان په توګه ټاکل

د صفر د میاشتې وروستۍ ورځې وې. د عالمونو سردار (صلی الله علیه وسلم) غوښتل چې مخکې له دې چې په شمال کې د روم امپراتوري د مسلمانانو لپاره په یو لوی خطر بدله شي، هغوی بیا اسلام ته راوبولي، که یې ونه منل، له هغوی سره جګړه وکړي او د اسلامي دولت تر امر لاندې یې راولي. له دې امله یې خپلو زړورو اصحابو ته امر وکړ چې له رومیانو سره د جګړې لپاره تیاری ونیسي. اصحاب کرام د تیاري لپاره خواره شول. زموږ سردار رسول اکرم حضرت اسامه بن زید راوباله او ویې فرمایل: «اې اسامه! شام ته، د بلقاء تر پولې، په فلسطین کې تر داروم پورې، تر هغه ځایه چې پلار دې پکې شهید شوی دی، د الله تعالی په نوم او برکت لاړ شه. هغه ځایونه د آسونو تر پښو لاندې کړه. ته مې د دې لښکر لوی قوماندان وټاکلې. د ابنی پر خلکو ناڅاپه ورشه او د برېښنا په څېر پرې حمله وکړه. دومره ګړندی لاړ شه چې هغه ځای ته چې ورځې، خبر درنه مخکې ونه رسېږي. لارښوونکي له ځانه سره واخله، او جاسوسان او څارونکي مخې ته ولېږه. که الله تعالی بریا درکړه، د هغوی په منځ کې لږ پاتې شه.» بیا یې امر وکړ چې په جرف کې لښکرګاه جوړه کړي، په خپلو مبارکو لاسونو یې بیرغ وتاړه او ورته یې وسپاره.4

په جومات کې منبر ته وخوت او ویې فرمایل: «زما اصحابو! لکه څنګه چې د اسامه پلار زید د قوماندانۍ وړ و او زما په نزد تر ټولو ګران و، له هغه وروسته یې زوی اسامه هم همداسې د قوماندانۍ وړ دی. اسامه زما په نزد له تر ټولو ګرانو خلکو څخه دی.»

د هغو کسانو په منځ کې چې باید د حضرت اسامه تر قوماندې لاندې جګړې ته تللي وای، د اصحابو مشران لکه حضرت ابوبکر، حضرت عمر، حضرت ابوعبیده بن جراح او حضرت سعد بن ابي وقاص هم وو.

خو څرنګه چې بله ورځ د کائناتو سلطان ناڅاپه ناروغ شو، د لښکر تګ زموږ د سردار پیغمبر له وفات وروسته ته پاتې شو. زموږ ګران پیغمبر په سخته تبه (حمی) اخته شوی و. تبه یې ورځ تر بلې زیاتېده او ناروغي سختېده.

یوه نیمه شپه، چې دردونه یې کم شوي وو، له بستره پاڅېد. جامې یې واغوستې او د تګ لپاره تیار شو. زموږ مور حضرت عایشې چې دا ولیدل، وپوښتل: «مور، پلار او ساه مې درته قربان شي، یا رسول الله! چېرته ځئ؟» زموږ سردار سرور عالم (صلی الله علیه وسلم) وفرمایل: «امر راته شوی دی چې د هغو کسانو لپاره چې د بقیع په هدیره کې ښخ دي، بښنه وغواړم. هلته ځم.»

ابومویهب او ابورافع یې له ځانه سره بوتلل او لاړل. په هدیره کې یې ډېر وخت دعا وکړه او د هغوی د بښنې او مغفرت لپاره یې الله تعالی ته زاري وکړه. زموږ د سردار پیغمبر د دې ټینګې زاري په لیدو، هغو صحابه وو چې ورسره وو، وویل: «کاشکې موږ هم اوس دلته ښخ وای او زموږ د سردار رسول الله د دې دعا په برخمن کېدو مشرف شوي وای!» زموږ ګران پیغمبر ابومویهب ته مخ کړ او ویې فرمایل: «اې ابومویهب! زه د دنیا د خزانو او د آخرت د نعمتونو په غوره کولو کې آزاد پرېښودل شوم. راته یې وویل: ‹که غواړې، په دنیا کې پاتې شه، بیا جنت ته لاړ شه؛ او که غواړې، لقاء الله (د الله تعالی لقا ته رسېدل) درته حاصل شي او جنت ته ننوځه.› ما لقاء الله او بیا جنت غوره کړ.»

«اې مؤمنانو! د الله لپاره، هر څوک چې پر ما حق لري، دې پاڅي، راشي او له قیامت مخکې دې همدلته یې واخلي» حدیث شریف

یوه ورځ هم د هغو شهیدانو لپاره چې په احد کې دي، د مغفرت غوښتلو ته روان شو. د هغوی لپاره یې الله تعالی ته ډېره زاري او دعا وکړه. بیا جومات ته راغی او اصحاب کرامو ته یې وفرمایل: «زه به له تاسې څخه لومړی کس یم چې د کوثر حوض ته رسېږي او ستاسې هرکلی کوي. له تاسې سره زموږ د لیدو ځای هلته دی… زه ستاسې په اړه له دې نه وېرېږم چې له ما وروسته به شرک ته وګرځئ؛ خو وېرېږم چې دنیا به مو تېر باسي، د هغې لپاره به یو پر بل حسد کوئ، یو بل به وژنئ، او په پای کې به لکه ستاسې مخکیني چې له منځه لاړل، تاسې هم له منځه لاړ شئ…» بیا یې خپل د سعادت کور ته تشریف یووړ. ناروغي یې درنه شوې وه. د هغه مبارکو مېرمنو زموږ ګران پیغمبر ته خبر ورکړ چې غواړي هغه زموږ د مور حضرت عایشې په کور کې پاتې شي، او خپل حقونه یې هغې ته پرېښي دي. هغه د خپلو پاکو مېرمنو په دې قربانۍ خوشاله شو، ټولو ته یې دعا وکړه او پاتې ورځې یې زموږ د مور حضرت عایشې په کور کې تېرول پیل کړل. زموږ د سردار رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) تبه ډېره زیاته شوې وه. د تبې له سختۍ مجبور و چې په بستر کې له یوه اړخه بل اړخ ته واوړي. په داسې حال کې به اصحاب کرام د هغه پوښتنې ته تلل او زموږ د سردار په سخت کړاو به ډېر خپه کېدل. ابوسعید خدري بیان کړی دی: «د رسول الله مبارک حضور ته تللی وم. پر هغه یو مخملي ټکری پروت و. د تبې تودوخه له ټکري څخه بهر وتله، او له تودوخې مو لاس ټکري ته نه شو وروړلای. زموږ سردار رسول الله چې زموږ حیرانتیا او خواشیني ولیده، ویې فرمایل:

‹تر ټولو سخت مصیبت پر پیغمبرانو راځي. سره له دې، پر مصیبتونو د پیغمبر خوښي تر هغې خوښۍ زیاته ده چې تاسې یې پر ورکړل شویو احسانونو کوئ.›»

ام بشر بنت براء بیان کړی دی: «د رسول الله پوښتنې ته تللې وم. مبارک بدن یې لکه اور سوځېده. ومې ویل: ‹ساه مې درته قربان شي، یا رسول الله! ما هېڅکله داسې سخته ناروغي نه ده لیدلې!…› ویې فرمایل: ‹اې ام بشر! د تبې سختي د دې لپاره ده چې ثواب مې ډېر شي. دا ناروغي د هغې زهرجنې غوښې اغېز دی چې په خیبر کې مې څکلې وه. د هغې غوښې ترخه والی مې تل احساساوه. هغه زهر چې هغه ورځ مې وخوړ، اوس زما ابهر، یعنې د زړه لوی رګ، شلوي.›»5

زموږ ګران پیغمبر حضرت عبدالله بن مسعود ته هم وفرمایل: «هېڅ داسې مسلمان نشته چې په ناروغۍ اخته شي، مګر دا چې الله تعالی یې خطاوې او ګناهونه داسې توی کړي لکه د ونې پاڼې چې تویېږي!»6 ناروغي ورځ تر بلې سختېده. اصحاب کرام په دې حال ډېر خپه وو او په خپلو کورونو کې یې ارام نه شو کولای. په جومات کې راټول شول. زموږ د سردار پیغمبر د حال پوښتنې لپاره یې حضرت علي حضور ته ولېږه. د عالمونو سردار په اشارې سره پوښتنه وفرمایله: «زما اصحاب څه وايي؟» هغه وویل: «د دې خبرې په فکر چې ‹که رسول الله زموږ له منځه لاړ شي!…› ډېر خپه او پرېشانه دي.» زموږ ګران پیغمبر، چې پر خپلو اصحابو یې رحم ډېر زیات و، د ناروغۍ پر سختۍ یې صبر وکړ، پاڅېد او پر حضرت علي او حضرت فضل بن عباس یې تکیه وکړه او جومات ته راغی. منبر ته وخوت او د الله تعالی له حمد او ثنا وروسته یې اصحاب کرامو ته وفرمایل:

«زما اصحابو! اورېدلي مې دي چې زما د مرګ په فکر پرېشانه او اندېښمن شوي یاست. ایا کوم پیغمبر د تل لپاره د خپل امت په منځ کې پاتې شوی دی چې زه هم د تل لپاره ستاسې په منځ کې پاتې شم؟ پوه شئ چې زه به خپل رب ته ورسېږم. تاسې ته زما نصیحت دا دی چې د مهاجرینو د مشرانو درناوی وکړئ! اې مهاجرینو! تاسې ته هم زما وصیت دا دی چې له انصارو سره نېکي وکړئ! هغوی له تاسې سره نېکي وکړه. په خپلو کورونو کې یې ځای درکړ. سره له دې چې ژوند یې په تنګسه تېرېده، تاسې یې پر ځان غوره وګڼلئ. په خپلو مالونو کې یې شریک کړلئ. هر څوک چې پر انصارو واکمن شي، د هغوی پاملرنه دې وکړي، او که له هغوی څخه چا تېروتنه وکړه، هغه دې وبښي.» دا یې وفرمایل. بیا یې ډېر ښکلي او اغېزناک نصیحتونه وکړل او ویې فرمایل: «الله تعالی خپل یو بنده په دنیا کې د پاتې کېدو او خپل رب ته د رسېدو ترمنځ آزاد پرېښود. هغه بنده وغوښتل چې خپل رب ته ورسېږي.» حضرت ابوبکر پوه شو چې زموږ سردار رسول الله په دې خبرو سره خپل وفات ته اشاره وفرمایله، او دا یې وویل: «ځانونه مو درته قربان شي، یا رسول الله!» او په ژړا شو. د رحمت سمندر، زموږ ګران پیغمبر (صلی الله علیه وسلم)، ورته وفرمایل: «مه ژاړه، اې ابوبکر!» او امر یې ورته وکړ چې صبر او زغم پکار دی. له مبارکو سترګو یې اوښکې روانې وې. «زما اصحابو! له ابوبکر څخه ډېر راضي یم چې د اسلام د دین په لاره کې یې په صدق او اخلاص خپل مال قربان کړ. که د آخرت په لاره کې د ملګري غوره کول په واک کې وای، هغه به مې غوره کړی و»، دا یې وفرمایل او امر یې وکړ: «هغه ټولې دروازې چې جومات ته خلاصېږي، پرته د ابوبکر له دروازې، وتړئ!»

بیا له منبر څخه ښکته شو او زموږ د مور حضرت عایشې کوټې ته ستون شو. اصحاب کرام په ژړا شول. نو زموږ سردار پیغمبر د حضرت علي او فضل بن عباس مټې یې ونیولې او بیا یې جومات ته تشریف راووړ. د منبر پر ښکتني پوړ ودرېد او اصحاب کرامو ته یې داسې وفرمایل: «اې مهاجرینو او اې انصارو! د هغه شي لپاره چې وخت یې ټاکل شوی دی، بېړه کول هېڅ ګټه نه لري. الله تعالی د هېڅ بنده لپاره بېړه نه کوي. که څوک هڅه وکړي چې د الله تعالی قضا او قدر بدل کړي او د هغه پر اراده بریالی شي، الله تعالی یې مغلوب او پرېشانه کوي.

څوک چې غواړي له الله تعالی سره چل وکړي او هغه وغولوي، کارونه یې خرابېږي او پخپله غولېږي. پوه شئ چې زه پر تاسې رؤوف او رحیم یم. تاسې به هم ما ته راورسېږئ. هغه ځای چې ما ته پکې رسېږئ، د کوثر حوض غاړه ده. څوک چې غواړي جنت ته ننوځي او ما ته راورسېږي، بې‌ځایه خبرې دې نه کوي. اې مسلمانانو! کافرېدل او ګناه کول د نعمت د بدلېدو او د روزۍ د کمېدو سبب کېږي. که خلک د الله تعالی د امرونو اطاعت وکړي، د حکومت مشران، امیران او والیان یې له هغوی سره په رحم او شفقت چلند کوي. که فسق، فجور او سرکشۍ ته مخه کړي او ګناه وکړي، مهربانو مشرانو ته به ونه رسېږي. لکه څنګه چې زما ژوند تاسې ته خیر و، زما مرګ هم خیر او رحمت دی. که مې څوک په ناحقه وهلی وي یا مې بده خبره ورته کړې وي، راضي یم چې هماغه راسره وکړي او خپل حق واخلي؛ او که مې ستاسې له یوه څخه څه په ناحقه اخیستي وي، راضي یم چې بېرته یې وغواړي او تیار یم چې حلالي وغواړم. ځکه چې د دنیا سزا د آخرت تر سزا ډېره سپکه ده او زغمل یې اسانه دي.» لکه څنګه یې چې مخکې له حضرت ابوبکر څخه خپله رضا بیان کړې وه، په دې خطبه کې یې هم له حضرت عمر څخه خپله رضا اعلان کړه او ویې فرمایل: «عمر له ما سره دی او زه له هغه سره یم. له ما وروسته حق له عمر سره دی.»

«تر ټولو سخت مصیبت پر پیغمبرانو راځي. سره له دې، پر مصیبتونو د پیغمبر خوښي تر هغې خوښۍ زیاته ده چې تاسې یې پر ورکړل شویو احسانونو کوئ» حدیث شریف

زموږ سردار رسول الله له دې خطبې وروسته له منبر څخه ښکته شو. له لمانځه وروسته بیا منبر ته وخوت او له وصیت او نصیحت وروسته یې وفرمایل: «تاسې مې الله تعالی ته وسپارلئ»، له اصحابو جلا شو او خپلې کوټې ته یې تشریف یووړ. د عالمونو سردار (صلی الله علیه وسلم) په هغه ورځ چې سخت دردونه یې درلودل، د دې لپاره چې له اصحاب کرامو حلالي وغواړي او د بندګانو له حقونو سره آخرت ته لاړ نه شي، حضرت بلال حبشي یې راوباله او ورته یې وفرمایل: «خلکو ته غږ وکړه! په جومات کې دې راټول شي. غواړم خپل وروستی وصیت ورته ووایم!…»

حضرت بلال اصحاب په جومات کې راټول کړل. زموږ ګران پیغمبر پر حضرت علي او فضل تکیه وکړه او جومات ته یې تشریف راووړ. پر منبر کېناست او د الله تعالی له حمد او ثنا وروسته یې وفرمایل: «زما اصحابو! پوه شئ چې ستاسې له منځه زما جلا کېدل نږدې شوي دي. څوک چې پر ما حق لري، له ما دې یې وغواړي. هغه څوک چې زما په نزد ګران دی، یا دې خپل حق له ما وغواړي یا دې ما حلال کړي، ترڅو خپل رب او د هغه رحمت ته په داسې حال کې ورسېږم چې دا مې ادا کړي وي.» بیا له منبر څخه ښکته شو او د ماسپښین په لمانځه کې یې امامت وکړ. له لمانځه وروسته بیا منبر ته وخوت او هغه څه یې بیا وفرمایل چې له لمانځه مخکې یې فرمایلي وو. زموږ سردار پیغمبر به د خپلې ناروغۍ پر مهال هر کله چې اذان وشو، تل مسجد شریف ته راته، د اصحاب کرامو امام کېده او لمونځ یې په جماعت سره کاوه.7 زموږ د ګران پیغمبر تر وفات درې ورځې پاتې وې چې ناروغي یې سخته شوه. جومات ته نه شو راتلای او په جماعت کې یې د لمانځه امامت نه شو کولای. لومړنی لمونځ چې یې په جماعت ونه شو کړای، د ماسخوتن لمونځ و.

حضرت بلال د تل په څېر هغه وخت دروازې ته راغی او ویې ویل: «الصلاة، یا رسول الله!» زموږ ګران پیغمبر له کمزورۍ جومات ته د تګ توان نه درلود. ویې فرمایل: «ابوبکر ته ووایئ چې زما اصحابو ته لمونځ ورکړي.» زموږ مور حضرت عایشې وویل: «ساه مې درته قربان شي، یا رسول الله! پلار مې نازک زړی او ډېر خپه دی. که ستاسې پر ځای ودرېږي او تاسې هلته ونه ویني، له ژړا به قرائت ونه شي کړای. ایا امر کوئ چې عمر امامت وکړي؟» زموږ سردار پیغمبر بیا وفرمایل: «ابوبکر ته ووایئ چې زما د اصحابو امام شي او لمونځ ادا کړي.» حضرت بلال دا خبر ابوبکر صدیق ته ورساوه. حضرت ابوبکر چې زموږ سردار رسول الله په محراب کې ونه لید، داسې وه لکه غشی چې یې په زړه ولګېد، او نږدې وه چې بې‌هوښه شي. ویې ژړل!… ویې ژړل!… اصحاب کرام هم ټول یو ځای په ژړا شول. کله چې زموږ سردار حبیب الله پوښتنه وفرمایله چې دا له جومات څخه راتلونکی ژړغونی غږ څه دی، زموږ مور حضرت فاطمې حال داسې وړاندې کړ: «ساه مې درته قربان شي، یا رسول الله! ستا اصحاب د ستاسې د جلاوالي زغم نه لري، ځکه ژاړي!…»8 د رحمت سمندر، زموږ ګران پیغمبر (صلی الله علیه وسلم)، ډېر متأثر شو. د خپلو اصحابو د ډاډګیرنې لپاره، سره د ناروغۍ له دومره سختۍ، په سختۍ سره پاڅېد. پر حضرت علي او حضرت عباس یې تکیه وکړه او جومات ته راغی. له لمانځه وروسته یې وفرمایل: «زما اصحابو! تاسې د الله تعالی په ساتنه کې یاست او تاسې مې الله تعالی ته وسپارلئ! پر تقوا ټینګ اوسئ. له الله تعالی څخه ووېرېږئ. د الله تعالی امر وساتئ او اطاعت یې وکړئ. زه نور له دې دنیا ځم.»

زموږ د ګران پیغمبر تر وفات درې ورځې پاتې وې. جبرئیل علیه السلام زموږ د سردار رسول الله لیدو ته راغی او ویې ویل: «یا رسول الله! الله تعالی تا ته سلام درلېږي. سره له دې چې ستاسې حال ښه پېژني، پوښتنه کوي چې څنګه یاست او ځان څنګه احساسوئ.» د عالمونو سردار وفرمایل: «خپه یم!» جبرئیل علیه السلام د یکشنبې په ورځ هم راغی او همغه خبرې یې وکړې. زموږ سردار پیغمبر بیا همغه پخوانی ځواب وفرمایه. جبرئیل علیه السلام دا خبر هم ورکړ چې اسود عنسي، چې په یمن کې یې د پیغمبرۍ دعوه کوله، ووژل شو. رسول اکرم هم دا خبر خپلو اصحابو ته ورکړ. له ناروغۍ مخکې څو د سرو زرو سکې ورته رارسېدلې وې؛ څو یې فقیرانو ته او څو یې حضرت عایشې ته ورکړې وې. د یکشنبې په ورځ د رسول الله ناروغي سخته شوه. د لښکر قوماندان حضرت اسامه ته، چې حضور ته راغلی و، څه یې ونه فرمایل؛ خو مبارک لاسونه یې پورته کړل او پر هغه یې راښکل کړل. معلومه شوه چې د هغه لپاره دعا کوي. د ناروغۍ دیارلسمه او وروستۍ ورځ… هغه ورځ، لکه هغه ورځ چې زموږ ګران پیغمبر دنیا مشرفه کړې وه، د ربیع الاول دولسمه او دوشنبه وه. د کائناتو سلطان په خپل مبارک بدن کې یو څه سپکوالی احساس کړ… کله چې اصحاب کرامو غوښتل د حضرت ابوبکر صدیق تر شا د سهار لمونځ وکړي، د عالمونو سردار مسجد شریف ته تشریف راووړ. خپل امت یې ولید چې صف په صف عبادت کوي. خوشاله شو او تبسم یې وفرمایه. اصحاب کرام هم چې رسول الله یې په جومات کې ولید، ګومان یې وکړ چې ناروغي لرې شوې ده او خوشاله شول. ابوبکر صدیق (رضی الله عنه) چې پوه شو چې زموږ ګران پیغمبر تشریف راوړی دی، وغوښتل چې شاته شي. زموږ سردار ورته په دې معنا اشاره وفرمایله: «په خپل ځای پاتې شه!» او پخپله یې هم حضرت ابوبکر ته اقتدا وکړه او د هغه تر شا یې لمونځ وکړ.9 په دې توګه، د رسول الله په امر، حضرت ابوبکر اصحاب کرامو ته اوولس وخته لمونځ ورکړ. رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) له لمانځه وروسته د حضرت عایشې کوټې ته تشریف یووړ او څملاست. ویې فرمایل: «غواړم چې د دنیا مال له ځانه شاته پرې نه ږدم او د الله تعالی حضور ته ورشم. هغه د سرو زرو سکې چې ستا سره پاتې دي، هغه هم پر فقیرانو ووېشه!» بیا یې تبه زیاته شوه. یو څه وخت وروسته یې بیا سترګې پرانیستې او له حضرت عایشې یې وپوښتل چې سره زر یې وېشلي که نه. عایشې وویل چې وېشي به یې. هغه څو ځله امر وفرمایه چې سمدستي ووېشل شي. کله چې سمدستي ووېشل شول او هغه ته خبر ورکړل شو، ویې فرمایل: «اوس ارام شوم.» کله چې یې یو څه وخت په بستر کې دمه وکړه، حضرت علي یې خپل شریف حضور ته راوباله. مبارک سر یې د هغه په غېږ کې کېښود. مبارک تندی یې خولې شوی و او مبارک رنګ یې بدل شوی و. زموږ مور حضرت فاطمه چې خپل مبارک پلار یې په هغه حال کې ولید، د کتلو زغم یې ونه درلود او خپلو زامنو، حضرت حسن او حضرت حسین ته ورغله. لاسونه یې ونیول او په ژړا شوه: «اې زما پلاره! ستا لور به څوک ساتي؟ حسن او حسین چا ته سپارې؟ وای پلاره! ساه مې درته قربان شي! له تا وروسته به زما حال څه شي؟ له ستا مبارک مخ وروسته به مې سترګې چا ته ګوري؟» زموږ سردار رسول الله چې د خپلې لور دا زړه سوانده خبرې واورېدې، مبارکې سترګې یې پرانیستې، هغه یې خپل ځان ته راوبلله او له دې دعا وروسته چې: «یا ربي! هغې ته صبر ورکړه»، ویې فرمایل: «اې فاطمې! اې زما د سترګو رڼا! پلار دې په نزع کې دی!» او په دې خبره د فاطمې ژړا په زړه سوځوونکو ناریو لا زیاته شوه. کله چې حضرت علي وویل: «اې فاطمې! مهرباني وکړه، چوپ شه، رسول الله تر دې زیات مه خپه کوه!»، زموږ ګران پیغمبر وفرمایل: «مه یې ځوروه، اې علي! پرېږده چې د خپل پلار لپاره اوښکې توی کړي!…» او بیا یې مبارکې سترګې پټې کړې او داسې ښکارېده لکه چې بې‌هوښه شو. نو حضرت حسن د خپل مبارک نیکه شریف حضور ته راغی او په ژړا یې وویل: «اې زما مبارکه نیکه! ستا د جلاوالي زغم څوک لري؟ د زړه پرېشاني به مو چا ته وړاندې کړو؟ له تا وروسته به زما پر مور، پلار او ورور څوک شفقت کوي؟ ستا مېرمنې او اصحاب به ستاسې هغه ښکلي اخلاق چېرته ومومي؟..» کله چې حسن داسې وژړل، زموږ د سردار پیغمبر مبارکو مېرمنو نور زغم ونه کړ او ټولې یو ځای ورو ورو په ژړا شوې. اصحاب کرامو چې بهر په ډېر خپګان کې انتظار ایست، کله یې چې واورېدل چې زموږ د سردار پیغمبر ناروغي ډېره سخته شوې ده، زړونه یې وسوځېدل او په ژړا شول. د دې لپاره چې لږ تر لږه یو ځل بیا د خپل ګران پیغمبر مبارک جمال وویني، پر دروازه یې زاري کوله: «مهرباني وکړئ، دروازه پرانیزئ! پرېږدئ چې د رسول علیه السلام مبارک مخ یو ځل بیا ووینو!..» د الله تعالی حبیب او محبوب، چې د عالمونو لپاره رحمت لېږل شوی و، کله یې چې د خپلو اصحابو دا زاریانې واورېدې، پر هغوی یې رحم وکړ او ویې فرمایل: «دروازه پرانیزئ.» د اصحابو مشران ننوتل. زموږ ګران پیغمبر هغوی ته د صبر سپارښتنه وکړه او بیا یې وفرمایل: «زما اصحابو! تاسې د خلکو تر ټولو غوره او شریف یاست. له تاسې وروسته چې هر څوک راشي، تاسې به له هغو ټولو مخکې جنت ته ننوځئ. د دین په قایمولو کې ټینګ اوسئ، او قرآن عظیم خپل امام (لارښود) وګرځوئ.

«زما اصحابو! تاسې د الله تعالی په ساتنه کې یاست او تاسې مې الله تعالی ته وسپارلئ! پر تقوا ټینګ اوسئ» حدیث شریف

د دین له احکامو غافل مه کېږئ»، دا یې وفرمایل. بیا یې دا وفرمایل: «یا ربي! ایا تبلیغ مې وکړ؟» او مبارکې سترګې یې پټې کړې. مبارک مخ یې خولې شو. حضرت علي اصحابو ته اشاره وکړه چې ووځي. د هغوی له وتلو وروسته زموږ مور حضرت عایشه حضور ته راغله او نصیحت یې وغوښت. زموږ سردار پیغمبر وفرمایل: «اې عایشې! د خپل کور په ګوټ کې کېنه او ځان وساته!» او له هغه وروسته یې له مبارکو سترګو اوښکې روانې شوې. د کائناتو سلطان ژړل… د حاضرو کسانو زړونه ټپي شول او ځیګرونه یې ټوټې ټوټې شول. کله چې زموږ مور حضرت ام سلمې وپوښتل: «ساه مې درته قربان شي، یا رسول الله! ولې ژاړئ؟»، ویې فرمایل: «د دې لپاره ژاړم چې پر زما امت رحم وشي.»

لمر پورته کېده. وخت نږدې شوی و… زموږ د ګران پیغمبر مبارک سر زموږ د مور حضرت عایشې پر سینه ایښی و. د عالمونو سردار نور خپلې وروستۍ شېبې تېرولې او له مبارکو شونډو یې دا جملې روانې وې: «خبردار! خبردار! له هغو غلامانو سره چې ستاسې په لاس کې دي، ښه چلند وکړئ! جامې ورواغوندئ او ګېډې یې مړې کړئ. له هغوی سره نرمې خبرې وکړئ. پر لمانځه، پر لمانځه دوام وکړئ. د خپلو ښځو او غلامانو په اړه له الله تعالی څخه ووېرېږئ!.. الهي! ما وبښه! خپل رحمت راباندې وکړه!… د رفیق اعلی ډلې ته مې ورسوه!…» زموږ د مور حضرت فاطمې اوښکې د سیلاب په څېر بهېدې او ژړا یې ځیګرونه سوځول. زموږ ګران پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) هغه خپل څنګ ته کېنوله او ویې فرمایل: «لورې، یو څه صبر وکړه، مه ژاړه؛ ځکه چې د عرش پورته کوونکي (پرښتې) ستا په ژړا ژاړي.» زموږ د مور حضرت فاطمې اوښکې یې پاکې کړې، ډاډ یې ورکړ، له الله تعالی څخه یې ورته صبر وغوښت او ویې فرمایل: «اې لورې، زما روح به قبض شي. ووایه: ‹انا لله وانا الیه راجعون›. اې فاطمې! د هر مصیبت په بدل کې چې راځي، اجر ورکول کېږي.» یو څه وخت یې مبارکې سترګې پټې کړې او بیا یې وفرمایل: «له دې وروسته به ستا پلار ته خپګان او غم (اندېښنه او پرېشاني) نه وي؛ ځکه چې له فاني عالم او د رنځ او کړاو له کوره خلاصېږي.» بیا یې حضرت علي ته وفرمایل: «اې علي! فلانی یهودي دومره مال پر ما پور لري. د لښکر د تیارولو لپاره مې اخیستی و. خبردار، د هغه ادا کول هېر نه کړې. ته به یقیناً زما ذمه خلاصه کړې، او ته هغه لومړنی کس یې چې د کوثر د حوض پر غاړه به راسره ګوري. له ما وروسته به ډېر ضررونه درته ورسېږي؛ صبر وکړه، او کله چې خلک دنیا وغواړي، ته آخرت غوره کړه.»

اسامه بیا راغی. زموږ سردار رسول الله وفرمایل: «الله تعالی دې مرسته درسره وکړي! پاڅه، جګړې ته لاړ شه!» هغه هم ووت، خپل لښکر ته لاړ او سمدستي یې د حرکت امر وکړ.10

د عالمونو سردار نور خپلې وروستۍ ساګانې اخیستې… وخت په بشپړه توګه نږدې شوی و… الله تعالی عزرائیل علیه السلام ته وحي وفرمایله: «په تر ټولو ښکلې بڼه زما حبیب ته ورشه! که اجازه یې درکړه، روح یې ډېر په نرمۍ او اسانۍ واخله. که اجازه یې درنه کړه، بېرته راشه!» عزرائیل علیه السلام په تر ټولو ښکلې بڼه، د انسان په شکل، زموږ د ګران پیغمبر د سعادت د کور دروازې ته راغی او ویې ویل: «السلام علیکم، اې د نبوت د کور خاونده! اجازه راکوئ چې ننوځم؟ الله تعالی دې پر تاسې رحم وکړي!»

زموږ مور حضرت عایشې حضرت فاطمې ته، چې زموږ د ګران پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) څنګ ته ناسته وه، وویل: «دې راغلي کس ته ته ځواب ورکړه.» فاطمه دروازې ته ورغله او په ډېر خپه غږ یې وویل: «اې د الله تعالی بنده! رسول الله اوس په خپل حال بوخت دی.» عزرائیل علیه السلام بیا اجازه وغوښته. همغه ځواب ورکړل شو. کله چې یې دریم ځل سلام تکرار کړ او په لوړ غږ یې وویل چې خامخا باید ننوځي، زموږ سردار پیغمبر خبر شو او ویې فرمایل: «اې فاطمې! پر دروازه څوک دی؟»

حضرت فاطمې وویل: «یا رسول الله! پر دروازه یو څوک دی چې د ننوتلو اجازه غواړي. څو ځله مې ځواب ورکړ، خو په دریم غږ یې زما بدن ولړزېد.» نو زموږ سردار رسول الله وفرمایل: «اې فاطمې! ایا پوهېږې چې پر دروازه څوک دی؟ هغه د خوندونو ړنګوونکی، د ټولنو خوروونکی، د ښځو کونډې کوونکی او د ماشومانو یتیم کوونکی، د کورونو ورانوونکی او د قبرونو ودانوونکی، د مرګ پرښته، عزرائیل دی. اې عزرائیل، راننوځه!» نو زموږ مور حضرت فاطمه په یوه نه بیانېدونکې اندېښنه اخته شوه او له مبارکې خولې یې دا جملې ووتې: «وای مدینې، وران شوې!» زموږ پیغمبر د حضرت فاطمې لاس ونیو، پر خپله مبارکه سینه یې کېښود او مبارکې سترګې یې پټې کړې. حاضرو کسانو ګومان وکړ چې مبارک روح یې قبض شو. زموږ مور حضرت فاطمې زغم ونه کړ، د خپل پلار مبارک غوږ ته ټیټه شوه او په زړه چاودونکي غږ یې غږ وکړ: «اې ګرانه پلاره!…» کله چې هېڅ ځواب رانغی، دا ځل یې وویل: «ساه مې درته قربان شي، یا رسول الله! مهرباني وکړه، یو ځل خپلې مبارکې سترګې پرانیزه او ماته څه ووایه…» د عالمونو سردار مبارکې سترګې پرانیستې، د خپلې لور اوښکې یې پاکې کړې او په غوږ کې یې خبر ورکړ چې وفات کېږي. نو حضرت فاطمه په ژړا شوه. دا ځل یې په غوږ کې ورته وفرمایل: «زما له اهل بیتو څخه لومړنی کس چې ما ته به راځي، ته یې.» فاطمه په دې زېري خوشاله شوه او ډاډه شوه.

«الهي! ما وبښه! خپل رحمت راباندې وکړه!… د رفیق اعلی ډلې ته مې ورسوه!…» حدیث شریف

زموږ مور حضرت فاطمې وپوښتل: «اې ګرانه پلاره! نن د جلاوالي ورځ ده! بیا به کله تا ته ورسېږم؟» زموږ سردار رسول الله وفرمایل: «اې لورې! د قیامت په ورځ به ما د حوض پر غاړه ومومې. زما د امت هغو کسانو ته چې حوض ته راشي، اوبه ورکوم.» کله چې حضرت فاطمې وپوښتل: «که دې هلته ونه موندم، څه وکړم؟»، زموږ سردار پیغمبر وفرمایل: «ما به د میزان تر څنګ ومومې. هلته به د خپل امت لپاره شفاعت کوم.»

کله چې زموږ مور حضرت فاطمې وویل: «که هلته هم ونه مومم، یا رسول الله!»، زموږ سردار پیغمبر وفرمایل: «ما به د صراط تر څنګ ومومې. هلته به خپل رب ته زاري کوم: ‹یا ربي! زما امت له اور څخه وساته!›»

له هغه وروسته حضرت علي په خپه غږ وپوښتل: «یا رسول الله! کله چې مو روح وسپاره، څوک به مو غسل ورکوي، په څه کې به مو کفن کړو، څوک به مو د جنازې لمونځ ورکوي او څوک به مو په قبر کې ږدي؟» زموږ سردار پیغمبر وفرمایل:

«اې علي، ته ما ووینځه او فضل بن عباس دې اوبه درباندې اچوي. جبرئیل به ستاسې دریم وي. کله چې مو زما غسل (وینځل) بشپړ کړ، کفن مې کړئ. جبرئیل به له جنت څخه خوشبویي راوړي. بیا مې جومات ته یوسئ او ووځئ؛ ځکه چې لومړی جبرئیل، بیا میکائیل، بیا اسرافیل او بیا به پرښتې ډلې ډلې پر ما لمونځ کوي. له هغه وروسته تاسې ننوځئ او صف په صف ودرېږئ. هېڅوک دې زما مخې ته نه درېږي.»11 بیا یې له عزرائیل علیه السلام څخه، چې انتظار یې ایست، وپوښتل: «اې عزرائیل! لیدو ته راغلی یې که زما د روح قبضولو ته؟..» عزرائیل علیه السلام وویل: «هم مېلمه راغلی یم او هم مأمور. الله تعالی ما ته امر وکړ چې ستا له اجازې پرته ستا حضور ته رانه شم. ستا مبارک روح به ستا له اجازې پرته نه اخلم. یا رسول الله! که اجازه راکړې، ستا امر منم او روح دې قبضوم؛ که نه، بېرته ګرځم او خپل رب ته ځم.» زموږ سردار پیغمبر وفرمایل: «اې عزرائیل! جبرئیل دې چېرته پرېښود؟..» ویې ویل: «جبرئیل مې د دنیا په آسمان کې پرېښود. پرښتې ورسره ستا د وفات له امله تعزیت کوي.» په همدې حال کې چې خبرې یې کولې، جبرئیل علیه السلام راغی. زموږ سردار رسول الله وفرمایل: «اې زما وروره جبرئیله! اوس له دنیا څخه د کډې وخت راورسېد. د الله تعالی په نزد زما لپاره څه شته؟ زېری یې راکړه ترڅو په ډاډه زړه امانت خپل خاوند ته وسپارم.» جبرئیل علیه السلام وویل: «اې د الله تعالی محبوبه! ما د آسمان دروازه پرانیستې پرېښې ده. پرښتې صف په صف ولاړې دي او په مینه ستا د روح انتظار باسي.» زموږ سردار پیغمبر وفرمایل: «حمد خاص د الله تعالی لپاره دی. ته ما ته زېری راکړه! زما د رب په نزد زما لپاره څه شته؟..» جبرئیل علیه السلام وویل: «یا رسول الله! ستا د تشریف راوړلو له امله د جنت دروازې پرانیستل شوې، د جنت ویالې روانې شوې، د جنت د ونو څانګې ځوړندې شوې او حورې سینګار شوې دي.»

زموږ سردار پیغمبر بیا وفرمایل: «حمد خاص د الله تعالی لپاره دی. بل زېری راکړه، اې جبرئیل!..» جبرئیل علیه السلام وویل: «یا رسول الله! د قیامت په ورځ ته لومړنی هغه څوک یې چې شفاعت کوي، او لومړنی هغه څوک چې شفاعت یې منل کېږي.» کله چې زموږ ګران پیغمبر بیا وفرمایل: «حمد خاص د الله تعالی لپاره دی. اې جبرئیل! بل زېری راکړه»، جبرئیل علیه السلام وویل: «یا رسول الله! د څه پوښتنه کوې؟..» نو زموږ سردار پیغمبر وفرمایل: «زما ټوله اندېښنه، خپګان او غم زما هغه امت دی چې له ځانه وروسته یې پرېږدم.» حضرت جبرئیل وویل: «اې د الله تعالی حبیبه! الله تعالی به د قیامت په ورځ ستا امت دومره وبښي چې ته راضي شې. تا به له ټولو پیغمبرانو مخکې او ستا امت به له ټولو امتونو مخکې جنت ته ننباسي.» زموږ ګران پیغمبر جبرئیل علیه السلام ته وفرمایل: «د الله تعالی په نزد درې هیلې لرم: یوه دا چې ما د خپل امت د ګناهګارو شفاعت کوونکی وګرځوي؛ دویمه دا چې هغوی په هغو ګناهونو چې په دنیا کې یې کړي، عذاب نه کړي؛ دریمه دا چې د پنجشنبې او دوشنبې په ورځو کې زما د امت عملونه ما ته وړاندې شي. (که عملونه یې ښه وي، دعا کوم او الله تعالی یې قبلوي. که بد وي، شفاعت کوم او غواړم چې له عمل نامې پاک شي.)» جبرئیل علیه السلام د الله تعالی له لوري خبر راوړ چې درې واړه هیلې یې منل شوې دي. نو زموږ ګران پیغمبر ډاډه شو.

الله تعالی وحي وفرمایله: «اې زما حبیبه! پر خپل امت دا دومره مینه او شفقت چا ستا په مبارک زړه کې کېښود؟..» زموږ سردار پیغمبر په ځواب کې وفرمایل: «زما متعال رب، چې زه یې پیدا کړی او روزلی یم.» جناب حق هم وفرمایل: «پر ستا امت زما رحمت او مهرباني له ستا له رحمت څخه زر ځله زیات دی. هغوی ما ته پرېږده.» نو زموږ ګران پیغمبر وفرمایل: «اوس ارام شوم. اې عزرائیل! هغه دنده چې پرې مأمور یې، ترسره کړه!» عزرائیل علیه السلام د خپلې دندې د ترسره کولو لپاره د کائناتو سلطان حضور ته نږدې شو؛ هماغه چې پخپله عزرائیل د هغه په حرمت پیدا شوی و. زموږ ګران پیغمبر خپل دواړه مبارک لاسونه په هغه د اوبو لوښي کې ننویستل چې څنګ ته یې و، لوند لاسونه یې پر مبارک مخ راکښل او ویې فرمایل: «لا اله الا الله! الهي! رفیق اعلی!…» عزرائیل علیه السلام د عالمونو د سردار د مبارک روح اخیستل پیل کړل. زموږ د سردار رسول الله مبارک رنګ کله سور او کله ژېړ کېده. کله یې چې عزرائیل علیه السلام ته وفرمایل: «ایا زما د امت ساه به هم په داسې سختۍ او زور اخلې؟..»، هغه ځواب ورکړ: «یا رسول الله! د هېچا ساه مې په دومره اسانۍ نه ده اخیستې.» زموږ ګران پیغمبر، چې حتی په خپله وروستۍ شېبه کې یې خپل امت هېر نه کړ، وفرمایل: «اې عزرائیل! هغه سختي چې زما له امت سره یې کوې، له ما سره یې وکړه! ځکه هغوی کمزوري دي او زغم یې نه لري…» بیا یې وفرمایل: «لا اله الا الله! رفیق اعلی!..» او مبارک روح یې واخیستل شو او اعلی علیین ته ورسول شو…

شفاعت، یا رسول الله!
دخیلک، یا رسول الله!
اَلصَّلاةُ وَالسَّلامُ عَلَیْکَ یا رَسُولَ الله!
اَلصَّلاةُ وَالسَّلامُ عَلَیْکَ یا حَبِیبَ الله!
اَلصَّلاةُ وَالسَّلامُ عَلَیْکَ یا سَیِّدَ الاَوَّلِینَ وَالآخِرِین!

جبرئیل علیه السلام زموږ سردار پیغمبر ته وویل: «السلام علیکم، اې د الله تعالی رسوله! زما مقصد او مطلوب ته وې. له دې وروسته به بیا هېڅکله ځمکې ته رانه شم!..» او وداع یې وکړه.

کله چې زموږ سردار رسول اکرم مبارک روح لوړ عالم ته لاړ، زموږ مور حضرت فاطمه او ازواج طاهرات (د هغه مبارکې مېرمنې) (رضی الله عنهن) ورو ورو په ژړا شوې.12 په همدې وخت کې یو غږ، چې ویونکی یې نه لیدل کېده،

«اې فاطمې! ایا پوهېږې چې پر دروازه څوک دی؟ هغه د خوندونو ړنګوونکی، د ټولنو خوروونکی، د ښځو کونډې کوونکی او د ماشومانو یتیم کوونکی، د کورونو ورانوونکی او د قبرونو ودانوونکی، د مرګ پرښته، عزرائیل دی» حدیث شریف

«السلام علیکم یا اهل البیت! ورحمة الله وبرکاته» سره یې سلام واچاوه او د آل عمران سورت ۱۸۵م آیت کریمه یې تلاوت کړ، چې معنا یې داسې ده: «پوه شئ چې هر ساکښ به د مرګ خوند څکي. او د قیامت په ورځ به تاسې ته خپل اجرونه پوره پوره درکړل شي.» بیا یې د ډاډګیرنې لپاره په دې خبرو تعزیت وکړ: «د الله تعالی پر احسانونو او اکرامونو باور وکړئ. هغه ټینګ ونیسئ او له هغه هیله ولرئ. چیغې او فریادونه مه کوئ! رښتینی مصیبت ځپلی هغه څوک دی چې له ثوابه بې‌برخې پاتې شي!»

ټولو حاضرو کسانو دا خبرې واورېدې او د هغه سلام ته یې ځواب ورکړ. د دې خبرو ویونکی خضر علیه السلام و.13 کله چې په رسول اکرم کې د موت (مرګ) نښې څرګندې شوې، ام ایمن خپل زوی اسامه ته خبر ولېږه. اسامه، حضرت عمر او ابوعبیده چې دا ترخه خبر واورېد، له لښکر جلا شول او مسجد نبوي ته راغلل. کله چې عایشه صدیقه او نورو مېرمنو وژړل، اصحاب کرام چې په مسجد شریف کې وو، حیران پاتې شول. نه پوهېدل چې پر هغوی څه راغلي دي. داسې وه لکه پر سر چې یې ګوزار شوی وي. حضرت علي د یوه مړي په څېر بې‌حرکته پاتې شو. د حضرت عثمان ژبه بنده شوه. حضرت ابوبکر په هغه شېبه کې په خپل کور کې و. منډې یې کړې او راغی. سمدستي د سعادت کوټې ته ننوت. د فخر عالم مخ یې پرانیست او ویې لیدل چې وفات شوی دی. مبارک مخ او ټول وجود یې لطیف او پاک، د نور په څېر ځلېده. دا یې وویل: «ستا مرګ هم لکه ستا ژوند څومره ښکلی دی، یا رسول الله!» او ښکل یې کړ. ډېر یې وژړل. مبارک مخ یې ورپټ کړ. د کور خلکو ته یې ډاډ ورکړ. مسجد شریف ته راغی. منبر ته وخوت او اصحاب کرامو ته یې یوه خطبه ولوسته. د الله تعالی حمد او ثنا یې وکړه او پر رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) یې له درود ویلو وروسته وفرمایل: «هر څوک چې پر محمد علیه السلام ایمان لري، دې پوه شي چې محمد علیه السلام وفات شو. او هر څوک چې د الله تعالی عبادت کوي، الله تعالی حي (ژوندی) او باقي (نه مري، تل پاتې دی) دی.» بیا یې د آل عمران سورت ۱۴۴م آیت کریمه ولوست، چې معنا یې داسې ده: «محمد (علیه السلام) رسول دی. له هغه مخکې هم رسولان راغلي دي. هغه به هم مري. که وفات شي یا ووژل شي، ایا له خپل دین څخه به وګرځئ؟ څوک چې له خپل دینه ووځي، الله تعالی ته هېڅ زیان نه رسوي؛ ځان ته زیان رسوي. الله تعالی هغو کسانو ته ثوابونه ورکوي چې له خپل دینه نه ګرځي.» اصحاب کرامو ته یې نصیحت وکړ او حالات یې سم کړل. په دې توګه ټولو باور وکړ چې رسول الله وفات شوی دی.14 غم او خپګان د زهرجن خنجر په څېر د اصحاب کرامو په زړونو کې ننوت. سترګو ژړل، اوښکې روانې وې او د هجران اور د ټولو ځیګرونه سوځول. اصحاب کرامو علیهم الرضوان، د لومړي کار په توګه، حضرت ابوبکر خلیفه وټاکه ترڅو ټول کارونه اداره کړي. بیعت یې ورسره وکړ، پیروي یې وکړه او کارونه یې د هغه په امر پر مخ یوړل.15 رسول اکرم د هجرت په یوولسم کال (۶۳۲ میلادي)، د دوشنبې په ورځ، د ربیع الاول په دولسمه، له غرمې مخکې وفات شو. هغه وخت د قمري کال په حساب ۶۳ (او د لمریز حساب له مخې ۶۱) کلن و.16

حضرت علي، حضرت عباس، حضرت فضل بن عباس او حضرت اسامه بن زید زموږ سردار پیغمبر ته غسل ورکړ.17

«د الله تعالی پر احسانونو او اکرامونو باور وکړئ. هغه ټینګ ونیسئ او له هغه هیله ولرئ. چیغې او فریادونه مه کوئ! رښتینی مصیبت ځپلی هغه څوک دی چې له ثوابه بې‌برخې پاتې شي!» خضر علیه السلام

محراب شریف – روضه مطهره / مسجد نبوي

زموږ د سردار پیغمبر (علیه الصلاة والسلام) د شریف جومات هغه برخه
چې «روضه مطهره / د جنت باغ» نومېږي.
هغه محراب چې زموږ ګران پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) پکې د امامت لمونځ کاوه،
ښکاري.
که څه هم په دې انځور کې نه ښکاري، د هغه شریف او مبارک قبر په چپ اړخ کې
(د سعادت کوټه) دی.

شریف منبر – روضه مطهره / مسجد نبوي

هغه منبر چې زموږ ګران پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) پرې د جمعې خطبه ویله، ښکاري. د هغه وخت شریف منبر درې پوړۍ درلودې او یو متر لوړ و. د ۶۵۴ کال [۱۲۵۶ میلادي] په اور لګېدنه کې په بشپړه توګه وسوځېد. په بېلابېلو کلونو کې بېلابېل منبرونه جوړ شول؛ اوسنی د مرمرو منبر، چې دولس پوړۍ او اووه متره لوړوالی لري، سلطان دریم مراد خان په ۹۹۸ هجري (۱۵۹۰ میلادي) کال کې له استانبول څخه ولېږه.

د غسل پر مهال له مبارک بدن څخه یې داسې د مشکو بوی خپور شو چې تر هغې ورځې هېچا داسې بوی نه و بوی کړی. بیا، په داسې حال کې چې مبارک کمیس یې پر تن و، درې ځله ووینځل شو او په درې پوړه سپینو او نویو کفنونو کې ونغښتل شو او کفن شو. پر یوه تخت جومات ته راوړل شو. لکه څنګه چې زموږ ګران پیغمبر مخکې خبر ورکړی و، ټول له جومات څخه ووتل. پرښتې ډلې ډلې راغلې او پر هغه یې لمونځ وکړ. کله چې د پرښتو لمونځ پای ته ورسېد، یو غږ چې ویونکی یې نه لیدل کېده، ویل یې: «ننوځئ! پر خپل پیغمبر لمونځ وکړئ!» نو اصحاب کرام ننوتل. هغوی هم ډلې ډلې راتلل او له امام پرته یې پر زموږ ګران پیغمبر لمونځ وکړ. د چهارشنبې تر ماښامه پورې یې په سختۍ پای ته ورساوه. اصحاب کرامو زموږ د ګران پیغمبر د مبارک قبر په کیندلو کې د هغه حدیث شریف پیروي وکړه چې حضرت ابوبکر ورته رایاد کړی و: «پیغمبران په هغه ځای کې ښخېږي چې روح یې پکې سپارلی وي.» د سه شنبې او چهارشنبې ترمنځ شپې (د چهارشنبې شپې) نیمې شپې ته نږدې، په هغه شریف قبر کې ښخ شو چې حضرت ابوطلحه انصاري د لحد په شکل کیندلی و. د حضرت عباس زوی قثم د قبر د خدمت له پای ته رسولو وروسته وروستی کس و چې راووت. ویې ویل: «زه هغه وروستی کس یم چې د رسول الله مبارک مخ مې ولید. مبارکې شونډې یې خوځېدې. پرې ټیټ شوم او غوږ مې ورته ونیو؛ زاري یې کوله: ‹یا ربي! زما امت!… یا ربي! زما امت!..›»18 په هغه ورځ چې زموږ ګران پیغمبر وفات شو، حضرت عبدالله بن زید داسې دعا وکړه: «یا ربي! ما دا سترګې ستا د حبیب مبارک او نوراني مخ ته د کتلو لپاره غوښتې. اوس چې هغه نور نه لیدل کېږي، څه وکړم! یا ربي، زما سترګې واخله!» او ړوند شو…

زموږ د سردار رسول الله په وفات، د هغه محترمې ترور صفیه بنت عبدالمطلب (رضی الله عنها) دا ویرنه وویله:

یا رسول الله! ته زموږ هیله وې،
ته به تل له موږ سره نېکي کوله.
ته هېڅکله له ظالمانو څخه نه وې،
ته د شفقت خاوندانو او لارښوونکو څخه وې،
او د علم داسې سمندر چې په بیان کې نه راځي.
نن د ژړېدونکو فریاد ستا لپاره دی.
ټول نیکونه مې ستا په لار قربان شي!
مال مې، ځان مې، ټول وجود مې قربان شي.
آه! کاشکې اوس زموږ په منځ کې ژوندی وای،
څومره به خوشاله وو که پاتې شوی وای.
دا د حق تعالی حکم دی؛ «یا صبر!» وایو،
نه پوهېږو چې څه وکړو؛ تل فریاد کوو.
د الله سلام دې پر تا وي، یا رسول الله!
د عدن جنت ته ننوځې او پکې پاتې شې، یا رسول الله!