زما ګران پیغمبر

زموږ د سردار پیغمبر لوړ اخلاق1

الله تعالی، په داسې حال کې چې خپل ګران پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) ته یې ورکړې نېکۍ او احسانونه شمېري او د هغه مبارک زړه نازوي، فرمایي: «ته په ښه اخلاقو پیدا شوی یې.»2

په آیت کریمه کې فرمایل شوي دي، چې معنا یې داسې ده: «بې‌شکه ته پر خلق عظیم یې (ته د لوی اخلاق خاوند یې).» خلق عظیم دا دی چې له الله تعالی سره راز او پټ شیان ولري او د خلکو په منځ کې ښه اخلاق ولري. حضرت عکرمه فرمایي: «له عبدالله بن عباس څخه مې واورېدل: په دې آیت کریمه کې ‹خلق عظیم›، یعنې ښه اخلاق، هغه اخلاق دي چې قرآن کریم یې بیانوي.»

د ډېرو خلکو اسلام دین ته د ننوتو سبب د رسول الله ښه اخلاق شول.

خبرې یې ډېرې خوږې وې، زړونه یې وړل او روحونه یې جذبول. عقل یې دومره ډېر و چې د عربستان په ټاپووزمه کې د سختو او ضدي خلکو په منځ کې راغی، په ډېر ښه ډول یې اداره کړل، د هغوی پر ځوروونو یې صبر وکړ او هغوی یې نرمۍ او اطاعت ته راوستل. ډېرو یې خپل دین پرېښود، مسلمانان شول او د اسلام دین په لار کې یې له خپلو پلرونو او زامنو سره جګړه وکړه.

د هغه په لار کې یې خپل مالونه او کورونه فدا کړل او وینې یې توی کړې. په داسې حال کې چې دوی له داسې شیانو سره عادت نه وو. ښه اخلاق، نرمي، عفوه، صبر، احسان او اکرام یې دومره ډېر وو چې ټول به یې حیران پرېښودل. څوک چې به یې لیده او اورېده، په خوښۍ به مسلمانېدل. د هغه په هېڅ حرکت، هېڅ کار، هېڅ خبره کې، هېڅ وخت هېڅ بدرنګي او هېڅ نیمګړتیا نه ده لیدل شوې. سره له دې چې د خپل ځان لپاره له هېچا نه خفه کېده، د دین له دښمنانو او له هغو کسانو سره چې دین ته یې ژبه او لاس اوږداوه، سخت او شدید و.

له محمد علیه السلام څخه زرګونه معجزې څرګندې شوې؛ دا ټولو، دوست او دښمن، ویلي دي. د دې معجزو تر ټولو قیمتي دا وه چې باادبه او ښه خویه و. حضرت ابوسعید خدري وفرمایل: «رسول الله (صلی الله علیه وسلم) به څارویو ته واښه ورکول. اوښ به یې تاړه. کور به یې جارو کاوه. د پسه شیدې به یې لوشلې. د خپلو بوټانو څیرې به یې ګنډلې او جامې به یې پیوندولې.3 له خپل خدمتګار سره به یې یوځای ډوډۍ خوړله. کله چې به خدمتګار د لاس ژرنده په ګرځولو ستړی شو، ورسره به یې مرسته کوله. له بازاره به یې دا هغه شیان اخیستل او په توبړه کې به یې کور ته راوړل. کله چې به له فقیر او شتمن، لوی او کوچني سره مخ شو، لومړی به یې سلام کاوه. له دوی سره د مصافحې لپاره به یې لومړی خپل مبارک لاس وړاندې کاوه. مریی، بادار، مشر، تور او سپین یې یو شان ګڼل. هر څوک چې وای، چېرته چې به وبلل شو، تلو به. هغه شی چې به یې مخې ته کېښودل شو، که لږ هم و، سپک او ټیټ به یې نه ګاڼه.

له ماښام څخه تر سهار او له سهار څخه تر ماښام به یې خواړه نه پرېښودل. ښه خوی یې درلود. نېکي کول یې خوښول او له هر چا سره یې ښه ژوند کاوه. خندا مخی او خوږ ژبی و، او د خبرو پر وخت به یې نه خندل. خپه به ښکارېده، خو تندی یې ترینګلی نه و. متواضع زړه یې درلود، خو ټیټ طبیعته نه و. هیبتناک و، درناوی او وېره یې رامنځته کوله، خو بدخویه نه و. نازک او سخي و، خو اسراف یې نه کاوه، بې‌ګټې ځای ته یې څه نه ورکول او پر هر چا یې زړه سوځېده. مبارک سر یې تل مخې ته ښکته و. له هېچا یې د څه تمه نه درلوده. څوک چې سعادت او ارامي غواړي، باید د هغه په څېر وي.» انس بن مالک فرمایي: «لس کاله مې د رسول الله خدمت وکړ، یو ځل یې هم ‹اف› راته ونه فرمایل. هېڅکله یې راته ونه فرمایل: ‹دا دې ولې داسې وکړ؟› یا ‹هغه دې ولې ونه کړ؟›»4 ابوهریره وايي: «په یوه غزا کې مو ورته وویل چې د کافرانو د له منځه تللو لپاره دعا وفرمايي؛ ویې فرمایل: ‹زه د لعنت ویلو او د خلکو د عذاب ګاللو لپاره نه یم لېږل شوی. زه له هر چا سره د نېکۍ کولو او د خلکو ارامۍ ته د رسېدو لپاره لېږل شوی یم.›»5 الله تعالی د انبیاء سورت په ۱۰۷م آیت کریمه کې فرمایي، چې معنا یې داسې ده: «موږ ته د عالمونو لپاره رحمت، نېکي ولېږلې.»

ابوسعید خدري وفرمایل: «د رسول الله حیا د اسلام د پېغلو نجونو تر حیا ډېره وه.»6

انس بن مالک وايي: «کله چې به رسول الله له چا سره مصافحه وکړه، تر هغه چې هغه کس به خپل لاس نه و راښکلی، هغه به خپل مبارک لاس ترې نه بېلاوه.7 تر هغه چې هغه کس به خپل مخ نه و اړولی، هغه به خپل مبارک مخ ترې نه اړاوه. کله چې به د چا تر څنګ ناست و، پر دواړو زنګونونو به کېناست؛ د هغه د درناوي لپاره به یې خپله مبارکه پښه نه ودروله.»

جابر بن سمره وايي: «رسول الله به لږې خبرې کولې. کله چې به اړتیا وه یا به ترې څه وپوښتل شول، خبرې به یې کولې.» له دې څخه معلومېږي چې پر هر مسلمان لازم دي چې بې‌ځایه او بې‌ګټې خبرې ونه کړي او چوپ پاتې شي. د هغه په مبارکو خبرو کې ترتیل او ترسیل و، یعنې ډېرې روښانه او منظمې خبرې به یې کولې او په اسانۍ پوهېدل کېدې. انس بن مالک فرمایي: «رسول علیه السلام به د ناروغانو پوښتنې ته ورتلو، د جنازې پسې به تلو او چېرته چې به وبلل شو، تلو به. پر خره به هم سپرېده. رسول علیه السلام مې د خیبر په غزا کې ولید. پر داسې خره سپور و چې پړی یې له رسۍ و. کله چې به رسول علیه السلام د سهار له لمانځه راووت، د مدینې ماشومانو او کارګرانو به خپل له اوبو ډک لوښي ده ته راوړل او ترې به یې غوښتل چې خپله مبارکه ګوته پکې ننباسي؛ که څه هم ژمی او اوبه سړې وې، د هغوی غوښتنه به یې نه ردوله او زړونه به یې خوشحالول.»8

همدارنګه انس وايي: «که یوې کوچنۍ نجلۍ به د رسول علیه السلام لاس ونیو او د یوه کار لپاره به یې بوت، ورسره به تلو او ستونزه به یې ورته حل کوله.»

«بې‌شکه ته پر خلق عظیم یې (ته د لوی اخلاق خاوند یې)» قلم: ۴

جابر وايي: «نه دي اورېدل شوي چې له رسول علیه السلام څخه دې څه وغوښتل شي او هغه دې ‹نشته› وفرمايي.»

زموږ سردار پیغمبر د حیا لرلو له پلوه هم تر ټولو مخلوقاتو غوره و. د ناوړه شیانو په وړاندې به یې سترګې لکه چې پټې وې. هېچا ته یې په داسې څه خطاب نه کاوه چې هغه یې نه خوښوي.

زموږ مور حضرت عایشه بیانوي: «کله چې به زموږ سردار رسول الله ته خبر ورکړل شو چې یو چا ناخوښه کار کړی دی، د هغه له نوم اخیستو پرته به یې په عمومي ډول وفرمایل: ‹ولې داسې کوي؟› په دې ډول به یې هغه کس، د هغه له نوم ښودلو پرته، له هغه بد کار څخه چې کړی یا ویلی یې و، منع کاوه.»9

انس بن مالک بیانوي: «یوه ورځ زموږ د سردار پیغمبر حضور ته یو کس راغی چې پر مخ یې یو زېړ رنګه شی لګېدلی و. هېڅ یې ورته ونه فرمایل. داسې څه یې ورته ونه فرمایل چې خپه یې کړي. کله چې هغه بهر ووت، ویې فرمایل: ‹کاش چې تاسې ورته ویلي وای چې هغه څه چې پر مخ یې دي، ومینځي!›»10

زموږ سردار رسول الله قومونه سره یوځای کول. هغوی یې یو له بله نه کرکجن کول. د هر قوم مشر ته یې عزت ورکاوه او د مجلس سر ته یې کېناوه.

هېڅوک یې له خپل مبارک جمال څخه نه محرومول. د اصحاب کرامو پوښتنه به یې کوله او د هغو حال به یې پوښته چې نه راتلل. هغو ته چې ورسره به کېناستل، نصیحت یې کاوه او د هغوی برخه یې ورکوله.

د هغه د چلند له مخې د هېچا زړه ته دا فکر نه راته چې یو کس تر بل ډېر خوښوي. هغه چا ته چې د شکایت لپاره به ورته راغی، زغم به یې ښود او خبرې به یې اورېدې.

تر هغه چې راغلی کس به ترې نه و تللی، هغه به یې یوازې نه پرېښود او نه به تلو. خپل ښه خوی او اخلاق به یې ټولو خلکو ته په ښه ډول وړاندې کول. د هغه په نزد د حق او عدالت له پلوه ټول یو شان وو. هېچا پر بل چا برتري او توپیر نه درلود. زموږ مور حضرت عایشې وفرمایل: «ما داسې هېڅوک نه دی لیدلی چې لکه زموږ سردار رسول الله دې ښه اخلاق ولري. هر کله چې به د هغه له اصحابو یا اهل بیتو څخه یو چا هغه راغږ کړ، هرومرو به یې ځواب ورکړ: ‹لبیک!›»11

زموږ سردار رسول الله به خپل اصحاب په تر ټولو ښکلو نومونو بلل او د هېچا خبره به یې نه پرې کوله. تر هغه چې ورسره د خبرو کوونکي به خپله خبره نه وه پای ته رسولې یا د تللو لپاره نه و پاڅېدلی، د هغه خبره به یې نه پرې کوله. الله تعالی د هغه د ښه چلند، شفقت او رحم په اړه د توبې سورت په ۱۲۸م آیت کریمه کې وفرمایل، چې معنا یې داسې ده: «ستاسې زحمت ګالل هغه ځوروي او خپه کوي یې. پر تاسې ډېر حریص دی؛ پر مؤمنانو ډېر مهربان دی، د هغوی لپاره ډېر خیر غواړي.»

او د انبیاء سورت په ۱۰۷م آیت کریمه کې یې وفرمایل، چې معنا یې داسې ده: «(اې زما حبیبه!) موږ ته یوازې د عالمونو لپاره رحمت ولېږلې.»

زموږ سردار پیغمبر د دې اندېښنې له امله چې ځینې شیان به پر امت سخت وي، هغه یې اسانول. ویې فرمایل: «که زما پر امت د سختۍ اندېښنه نه وای، نو په هر اودس کې به مې د مسواک کولو امر ورته کړی وای.»12 د وعدې پوره کولو له پلوه هم د خلکو په منځ کې تر زموږ سردار پیغمبر غوره څوک نه دی راغلی. عبدالله بن ابي الحمساء بیانوي: «له زموږ پیغمبر سره مې، مخکې له دې چې هغه ته پیغمبري ور معلومه شي، راکړه ورکړه کړې وه. د هغه په حساب یو پاتې شونی پاتې و. ما ورسره وعده وکړه چې په فلاني وخت په فلاني ځای کې سره ګورو، او هېره مې شوه. درې ورځې وروسته چې خپله وعده مې را یاده شوه، سمدستي هغه ځای ته ورمنډه کړه. کله مې چې ولیدل چې درې ورځې کېږي هلته زما انتظار باسي، له حیرانۍ وچ پاتې شوم. ما ته یې وفرمایل: ‹ځوانه، ستړی دې کړم! زه دلته پوره درې ورځې ستا انتظار باسم.›» زموږ د سردار پیغمبر د تواضع خصلت دومره لوی او بې‌ساري و چې په هېچا کې، حتی په هېڅ پیغمبر (علیهم السلام) کې به نه وای موندل شوی.

د کبر احساس په هغه کې هېڅکله نه دی راڅرګند شوی. کله چې زموږ پیغمبر ته اختیار ورکړل شو چې پاچا پیغمبر شي یا بنده پیغمبر، هغه بنده پیغمبر کېدل غوره کړل.13 بیا اسرافیل علیه السلام زموږ سردار پیغمبر ته وویل: «بې‌شکه الله تعالی هغه خصلت چې تا پکې تواضع وښوده، هم تا ته درکړی دی. ځکه چې د قیامت په ورځ ته د آدم د اولاد تر ټولو لوی یې. ته لومړی انسان یې چې له قبره به راپاڅي. او لومړی شفاعت کوونکی هم ته یې.»

زموږ سردار پیغمبر زموږ مور حضرت عایشې ته وفرمایل:

«ما ته عرضه شوه چې د مکې ډبرې او خاوره زما لپاره سره زر شي. ما وویل: ‹نه، یا ربي! یوه ورځ وږی پاتې شم او یوه ورځ ماړه. په هغه ورځ چې وږی پاتې شم، تا ته زاري او دعا وکړم. په هغه ورځ چې ماړه پاتې شم، ستا حمد او ثنا ووایم.›»14

جبرئیل علیه السلام زموږ سردار پیغمبر ته راغی او ویې فرمایل:

«الله تعالی تا ته سلام درلېږي. که وغواړي، دا غرونه به ورته سره زر کړم. هر چېرته چې ولاړ شي، دا د سرو زرو غرونه به ورسره وي.»

زموږ ګران پیغمبر وفرمایل: «اې جبرئیل! دنیا د هغه چا کور دی چې کور نه لري. او همدارنګه (دا) د هغه چا مال دی چې مال نه لري. دا شیان هغه څوک راټولوي چې عقل نه لري.»15 بیا جبرئیل علیه السلام وویل: «اې محمد! الله تعالی ته په قول ثابت سره ټینګ ولاړ کړی یې.»

زموږ مور حضرت عایشې فرمایلي دي: «داسې وختونه به وو چې پوره یوه میاشت به تېره شوه او په کور کې به مو (د ډوډۍ پخولو لپاره) اور نه بلاوه. یوازې خرما او اوبه به وې.»

ابن عباس وفرمایل: «زموږ سردار رسول الله او اهل بیت به یې ډېرې شپې د ماښام له ډوډۍ پرته ویده کېدل. د ماښام لپاره به یې د خوړو څه نه موندل.» زموږ مور عایشې وفرمایل: «زموږ د سردار رسول الله مبارکه ګېډه هېڅکله له خوړو نه ده مړه شوې. په دې اړه یې هېچا ته شکایت هم نه دی کړی. اړتیا ورته تر شتمنۍ ښه وه. که به یې ټوله شپه له لوږې ځان راتاوه، دا حالت به یې هم د ورځې له روژې نه منع کاوه.16

«ما ته عرضه شوه چې د مکې ډبرې او خاوره زما لپاره سره زر شي. ما وویل: ‹نه، یا ربي! یوه ورځ وږی پاتې شم او یوه ورځ ماړه. په هغه ورځ چې وږی پاتې شم، تا ته زاري او دعا وکړم. په هغه ورځ چې ماړه پاتې شم، ستا حمد او ثنا ووایم›» حدیث شریف

که یې غوښتي وای، له خپل رب څخه به یې د ځمکې ټولې خزانې، خواړه او د سوکالۍ ژوند غوښتی وای. قسم خورم چې کله به مې دا حال لید، زړه به مې ورته سوځېده او ژړل به مې. په خپل لاس به مې د هغه پر مبارکه ګېډه لاس راښکود او ویل به مې:

‹زما ځان دې پر تا قربان شي! ایا دا به ښه نه وي چې له دې دنیا څخه ځینې ګټې ترلاسه کړې چې تا ته قوت درکړي؟›

او هغه به راته فرمایل: ‹اې عایشې! زه دنیا څه کوم؟ زما پیغمبر وروڼو چې له اولوالعزمو څخه وو، تر دې سخت حالت صبر وکړ. خو په همدې حال یې خپل ژوند ته دوام ورکړ. د خپل رب لقا ته ورسېدل. له همدې امله د هغوی رب هغه ته د هغوی ستنېدل ډېر ښکلي کړل او ثوابونه یې ورزیات کړل. زه له سوکاله ژوند څخه حیا کوم؛ ځکه چې داسې ژوند ما له هغوی څخه وروسته پاتې کوي. زما لپاره تر ټولو ښکلی او خوږ شی دا دی چې خپلو وروڼو، خپلو دوستانو ته ورسېږم او له هغوی سره یوځای شم.›»

زموږ مور حضرت عایشې وفرمایل: «رسول الله له دې خبرو شاوخوا یوه میاشت وروسته وفات شو.» زموږ د سردار پیغمبر سخاوت هم د ټولو په خوله مشهور و. په دې ښه خوی کې هم هېڅوک زموږ پیغمبر ته نه رسېده.

ابن عباس ویلي دي: «زموږ سردار رسول الله د نېکۍ کولو له پلوه د خلکو تر ټولو سخي و. د رمضان شریف په میاشت کې او کله چې به یې له جبرئیل علیه السلام سره لیدنه کوله، د سهار له باد څخه هم سخي و.» انس بن مالک فرمایي: «له رسول علیه السلام سره روان وم. پر تن یې نجراني برد، یعنې د یمني ټوکر یو چپن، و. یو کلیوال شاته راغی او داسې یې له غاړې کش کړ چې د چپن غاړې د هغه مبارکه غاړه وتوږله او نښه یې پاتې شوه. رسول علیه السلام د دې سړي په دې حال وخندل او امر یې وفرمایه چې څه ورکړل شي.» د رسول علیه السلام یوه ګاونډۍ زړه ښځه وه. خپله لور یې رسول علیه السلام ته ولېږله. په زاریو یې وویل: «د لمانځه لپاره د ځان پټولو جامه نه لرم. ما ته یوه جامه راولېږه چې په لمانځه کې ځان پرې پټ کړم.» په هغه وخت کې رسول علیه السلام بله جامه نه درلوده. هغه کمیس یې چې پر مبارکه شا یې و، وویست او هغې ښځې ته یې ولېږه. کله چې د لمانځه وخت راغی، بې جامو جومات ته نه شو تللای. اصحاب کرامو چې دا حال واورېد، ویې ویل: «رسول علیه السلام دومره سخاوت کوي چې بې کمیسه پاتې شوی دی او جومات ته جماعت ته نه شي راتلای. راځئ چې موږ هم خپل هر څه پر فقیرانو ووېشو.» الله تعالی سمدستي د اسراء سورت ۲۹م آیت کریمه نازل کړ. لومړی یې خپل حبیب ته وفرمایل، چې معنا یې داسې ده:

«خپل لاسونه خپلې غاړې ته مه تړه، او بیخي یې هم مه خلاصوه (بخیلي مه کوه، د څه نه ورکولو حالت مه غوره کوه)»، او بیا: «خپل مال داسې مه وېشه چې تا ته څه پاتې نه شي (تر دې اندازې چې په سختۍ کې ولوېږې، لمونځ دې قضا شي او خپه شې)! (په صدقه کې منځلاری اوسه.)»

په هغه ورځ، له لمانځه وروسته، حضرت علي رسول الله ته راغی او ویې ویل: «یا رسول الله! نن مې د خپلې کورنۍ د نفقې لپاره اته درهمه سپین زر پور اخیستي وو. نیمایي یې تاسې ته درکوم. ځان ته یو کمیس (جامه) واخلئ.» رسول علیه السلام بازار ته ووت او په دوو درهمو یې یو کمیس واخیست. کله چې د پاتې دوو درهمو په خوړو اخیستو پسې روان و، یو ړوند یې ولید چې ناست و او ویل یې: «څوک دی چې د الله د رضا لپاره او د جنت جامو ته د رسېدو لپاره ما ته یو کمیس راکړي؟» هغه کمیس چې اخیستی یې و، هغه ته یې ورکړ. کله چې ړانده کمیس په لاس کې واخیست، د مشکو په څېر ښه بوی یې احساس کړ. پوه شو چې دا بوی د رسول علیه السلام له مبارک لاس څخه دی؛ ځکه هر شی چې رسول علیه السلام یو ځل اغوستی و، که زوړ او شلېدلی هم شوی وای، هرې ټوټې به یې د مشکو په څېر ښه بوی درلود.

ړانده په دعا وویل: «یا ربي! د دې کمیس په حرمت زما سترګې پرانیزه!» او سمدستي یې دواړه سترګې خلاصې شوې. رسول علیه السلام له هغه ځایه لاړ. په یوه درهم یې یو کمیس واخیست. کله چې د بل درهم په خوړو اخیستو پسې روان و، یوه خدمتګاره نجلۍ یې ولیده چې ژړل یې، او ورته یې وفرمایل: «لورې، ولې داسې ژاړې؟» نجلۍ وویل: «زه د یوه یهودي خدمتګاره یم. یو درهم یې راکړ او ویې ویل چې په نیم درهم یو بوتل او په نیم درهم غوړي واخله. دا مې واخیستل او روانه وم چې له لاسه مې ولوېدل. هم بوتل لاړ او هم غوړي. اوس حیرانه یم چې څه وکړم.» رسول علیه السلام خپل وروستی درهم نجلۍ ته ورکړ او ویې فرمایل: «په دې بوتل او غوړي واخله او کور ته یې یوسه.» خو هغې بېچارې نجلۍ وویل: «وېرېږم چې یهودي به ما د ناوخته کېدو له امله ووهي.» ورته یې وفرمایل: «مه وېرېږه! له تا سره ځم او هغه ته به ووایم چې تا ته څه ونه کړي.» کور ته ورسېدل او دروازه یې وټکوله. یهودي دروازه خلاصه کړه، او کله یې چې زموږ سردار رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ولید، حیران پاتې شو. هغه یهودي ته ټوله پېښه بیان کړه او د نجلۍ لپاره یې شفاعت وفرمایه چې څه ورته ونه کړي. یهودي د رسول الله پښو ته ولوېد او ویې ویل: «اې لویه پیغمبره، د زرګونو انسانانو د سر تاجه، چې زرګونه زمریان ستا د امر د پوره کولو په تمه ولاړ دي! د یوې خدمتګارې نجلۍ لپاره دې زما په څېر د یوه مسکین دروازه مشرفه کړه. یا رسول الله! دا نجلۍ مې ستا په عزت آزاده کړه. ما ته ایمان او اسلام وښیه، چې ستا په حضور کې مسلمان شم.» رسول علیه السلام هغه ته اسلام وښود. مسلمان شو. کور ته ننوت. خپلې کورنۍ ته یې بیان کړل. ټول مسلمانان شول. دا ټول د رسول الله د ښه اخلاقو په برکت وشول.

هر مسلمان باید د رسول الله دا حالات ځان ته بېلګه وګرځوي. د الله تعالی په اخلاقو اخلاقي کېدل پر هر مسلمان لازم دي؛ ځکه زموږ سردار رسول الله وفرمایل: «د الله تعالی په اخلاقو ځانونه اخلاقي کړئ!» د بېلګې په توګه، د الله تعالی له صفتونو څخه یو «ستار» دی، یعنې د ګناهونو پټوونکی.

پر مسلمان هم لازم دي چې د خپل دیني ورور عیب او نیمګړتیا پټه کړي. الله تعالی د خپلو بندګانو ګناهونه بښونکی دی. مسلمانان هم باید یو د بل تېروتنې او ګناهونه وبښي. الله تعالی کریم او رحیم دی، یعنې لطف او احسان یې ډېر او رحمت یې زیات دی. پر مسلمان لازم دي چې سخي او مهربان وي. ټول ښه اخلاق هم همداسې دي.

«هو! پوهېږم چې تاسې ټول کارونه کوئ. خو نه غواړم چې له کار کوونکو څخه جلا کېنم. الله تعالی هغه څوک نه خوښوي چې له خپلو ملګرو څخه جلا کېني» حدیث شریف

د رسول علیه السلام ښه اخلاق ډېر زیات دي. پر هر مسلمان لازم دي چې هغه زده کړي او د هغو په څېر ځان اخلاقي کړي. په دې توګه د دنیا او آخرت له بلاوو او سختیو څخه خلاصون او د دواړو جهانونو د هغه سردار شفاعت ته رسېدل نصیب کېږي.

د هغه له ښو اخلاقو څخه ځینې دا دي:

۱. د رسول الله (صلی الله تعالی علیه وسلم) علم، عرفان، فهم، یقین، ایقان، عقل، ذکاوت، سخاوت، تواضع، حلم، شفقت، صبر، غیرت، حمیت، صداقت، امانت، شجاعت، مهابت (هیبت)، زړورتیا، بلاغت، فصاحت، فطانت، ملاحت (ښکلا)، ورع، عفت، کرم، انصاف، حیا، زهد او تقوا تر ټولو پیغمبرانو زیات وو.

۲. هغه زیانونه او ځورونې چې به یې له دوست او دښمن څخه لیدلې، بښلې به یې. هېڅ یوې ته به یې بدله نه ورکوله. د احد په غزا کې، کله چې کافرانو د هغه مبارک انګی وینې کړ او غاښونه یې مات کړل، د هغو کسانو لپاره چې دا کار یې کړی و، داسې دعا یې وفرمایله: «یا ربي! دوی وبښه! د ناپوهۍ له امله یې ورته وبښه!»

۳. شفقت یې ډېر و. څارویو ته به یې اوبه ورکولې؛ د اوبو لوښی به یې په خپل لاس نیولی و او انتظار به یې کاوه چې ماړه شي. د هغه آس مخ او سترګې به یې پاکولې چې پرې به سپرېده.

۴. هر چا ته چې به یې غږ کړ، په «لبیک» («وفرمایه») به یې ځواب ورکاوه. د هېچا په وړاندې به یې پښې نه غځولې. پر زنګونونو به کېناست. ۵. ځان به یې تر هېچا غوره نه ګاڼه. په یوه سفر کې، کله چې د پسه کباب جوړېده، یوه وویل: «زه یې حلالوم.» بل وویل: «زه یې پوستکی باسم.» بل وویل: «زه یې پخوم.» کله چې رسول الله وفرمایل: «زه به لرګي راټولوم»، هغوی وویل: «یا رسول الله! ته استراحت وفرمایه! موږ یې راټولوو.» ویې فرمایل: «هو! پوهېږم چې تاسې ټول کارونه کوئ؛ خو نه غواړم چې له کار کوونکو څخه جلا کېنم. الله تعالی هغه څوک نه خوښوي چې له خپلو ملګرو څخه جلا کېني.» او پاڅېد او د لرګیو راټولولو ته لاړ. ۶. کله چې به هغه ځای ته راغی چې اصحاب یې (رضی الله تعالی عنهم اجمعین) ناست وو، د مجلس سر ته به نه ورتلو؛ په لومړي تش ځای کې چې به یې ولید، کېناست به. یوه ورځ چې په لاس کې یې امسا وه او کوڅې ته ووت، هغه کسان چې ولیدل یې، ودرېدل. ویې فرمایل: «لکه څنګه چې نور د یو بل د درناوي لپاره ودرېږي، زما لپاره مه ودرېږئ! زه هم ستاسې په څېر یو انسان یم. د هر چا په څېر خوراک کوم. کله چې ستړی شم، کېنم.»

۷. په خوراک، پوشاک او په هر شي کې به یې خپل خدمتګاران له ځانه نه جلا کول. د هغوی په کارونو کې به یې ورسره مرسته کوله. هېڅکله ونه لیدل شول چې چا ته یې وهلي یا کنځلي وي.

انس بن مالک، چې تل د هغه په خدمت کې و، وايي: «لس کاله مې د رسول الله خدمت وکړ. هغه خدمت چې هغه ما ته کړی، تر هغه خدمت ډېر و چې ما هغه ته کړی دی. هېڅکله مې ونه لیدل چې له ما خفه شوی وي یا یې سخته خبره کړې وي.»17

۸. خپلې شلېدلې او څیرې جامې به یې پخپله پیوندولې، پسونه به یې پخپله لوشل او خپلو څارویو ته به یې پخپله واښه ورکول. هغه څه چې به یې له بازاره اخیستل، پخپله به یې کور ته وړل. په سفر کې به یې خپلو څارویو ته واښه ورکول او کله کله به یې پالنه هم کوله. دا کارونه به یې کله یوازې کول او کله به یې له خدمتګارانو سره مرسته کوله. ۹. کله چې به د ځینو کسانو خدمتګاران راغلل او هغه به یې بوت، د مدینې له دود سره سم به یې لاس په لاس ورسره تلو.

۱۰. د ناروغانو پوښتنې ته به تلو او په جنازو کې به حاضرېده. د زړونو د خوشحالولو لپاره به یې د کافرانو او منافقانو د ناروغانو پوښتنه هم کوله. ۱۱. له دې وروسته چې به یې د سهار لمونځ ورکړ، جماعت ته مخامخ به کېناست او فرمایل به یې: «زموږ کوم ورور ناروغ دی؟ راځئ د هغه پوښتنې ته ورشو!» که ناروغ نه و، فرمایل به یې: «څوک جنازه لري؟ راځئ مرستې ته ورشو!» که جنازه وه، د هغې په غسل او کفن کې به یې مرسته کوله، د جنازې لمونځ به یې ورکاوه او تر قبر پورې به ورسره تلو. که جنازه نه وه، فرمایل به یې: «څوک چې خوب لیدلی وي، ودې وايي! چې واورو او تعبیر یې کړو!»

۱۲. که به یې له اصحابو څخه یو درې ورځې ونه لید، پوښتنه به یې کوله. که سفر ته تللی و، د خیر دعا به یې ورته کوله او که په ښار کې و، لیدو ته به یې ورتلو. ۱۳. هغه مسلمان ته چې به په لار کې ورسره مخ شو، لومړی به یې پخپله سلام اچاوه. ۱۴. پر اوښ، آس، قاطر او خره به سپرېده او کله کله به یې بل څوک هم شاته سپراوه.

۱۵. د خپلو مېلمنو او اصحابو خدمت به یې کاوه او فرمایل به یې: «د یوه قوم سردار، یعنې تر ټولو غوره یې، هغه دی چې د هغوی خدمت کوي.»

۱۶. هېڅکله ونه لیدل شول چې په قهقهه یې خندلي وي. بې غږه به یې مسکا کوله. کله کله د خندا پر وخت به یې مبارک مخکیني غاښونه ښکارېدل.

۱۷. تل به په فکر کې ډوب او خپه ښکارېده او لږې خبرې به یې کولې. خبرې به یې په مسکا پیلولې. ۱۸. هېڅ بې‌ځایه او بې‌ګټې خبره به یې نه کوله. کله چې به اړتیا شوه، لنډه، ګټوره او روښانه معنا لرونکې خبره به یې کوله. د ښه پوهېدو لپاره به یې کله کله درې ځله تکراروله.

۱۹. له پردیو او پېژندګلو، له ماشومانو، له زړو ښځو او له خپلو محرمو ښځو سره به یې ټوکې او لطیفې کولې؛ خو دا کار به هېڅکله د دې سبب نه کېده چې یوه شېبه هم الله تعالی هېر کړي.

۲۰. د هغه له هیبته هېچا د هغه مخ ته نه شو کتلای. یو سړی راغی او کله یې چې د هغه مبارک مخ ته وکتل، ولړزېد. ویې فرمایل: «مه پرېشانه کېږه! زه پاچا نه یم، ظالم هم نه یم. زه د یوې بېوزلې ښځې زوی یم چې وچه غوښه به یې خوړله.» د سړي وېره لاړه او خپل درد یې په ویلو پیل وکړ.

۲۱. نه یې څارونکي درلودل، نه دربانان. هر څوک به په اسانۍ ورته راتلل او خپل درد به یې ورته ویل. ۲۲. حیا یې ډېره وه. د هغه چا مخ ته له کتلو یې شرم کاوه چې ورسره به یې خبرې کولې.

«د یوه قوم سردار، یعنې تر ټولو غوره یې، هغه دی چې د هغوی خدمت کوي» حدیث شریف

۲۳. د هېچا عیب به یې ورته په مخ نه ویشت. له هېچا به یې شکایت نه کاوه او شا ته به یې د چا خبرې نه کولې. کله چې به یې د چا خبره یا کار نه خوښېده، فرمایل به یې: «نه پوهېږم ځینې خلک ولې داسې کوي؟»

۲۴. سره له دې چې د الله تعالی حبیب، رسول او مقبول و، فرمایل به یې: «په تاسې کې زه تر ټولو ښه الله تعالی پېژنم او تر ټولو زیات ترې وېرېږم.» او فرمایل به یې: «که هغه څه مو لیدلي وای چې زه یې وینم، لږ به مو خندل او ډېر به مو ژړل.»18 کله چې به یې په هوا کې ورېځ ولیده، فرمایل به یې: «یا ربي! په دې ورېځ پر موږ عذاب مه رالېږه!» کله چې به باد ولګېد، دعا به یې کوله: «یا ربي! پر موږ خیر لرونکی باد رالېږه!» کله چې به آسمان وګړګړېد، فرمایل به یې: «یا ربي! موږ په خپل غضب مه وژنه، په خپل عذاب مو مه هلاکوه او له دې مخکې موږ ته عافیت راکړه!»

کله چې به لمانځه ته ودرېد، له سینې به یې د هغه چا د اسوېلي په څېر غږ اورېدل کېده چې ژاړي. د قرآن کریم د لوستلو پر وخت هم همداسې کېدل. ۲۵. د زړه ځواک او شجاعت یې تر حیرانتیا پورې ډېر و. د حنین په غزا کې، کله چې مسلمانان خواره واره شول، له درې څلورو کسانو سره پاتې شو. څو ځله یې یوازې د کافرانو د حملې مخه ونیوه او هېڅکله شاته نه شو. د هغوی مخې ته ودرېد او ویې تښتول.

۲۶. ډېر سخي و. سلګونه اوښان او پسونه به یې بښل او ځان ته به یې څه نه پرېښودل. ډېرو سخت زړو کافرانو د هغه دا احسانونه ولیدل او ایمان یې راوړ.

۲۷. هېڅکله ونه اورېدل شول چې ترې څه وغوښتل شي او هغه دې «نشته» وفرمايي. که به یې درلودل، ورکول به یې او که به یې نه درلودل، چوپ به پاتې کېده.

۲۸. سره له دې چې الله تعالی فرمایلي وو: «وغواړه، چې درکړم»، د دنیا شتمني یې ونه غوښته. د غنمو د چاڼ شوي اوړو ډوډۍ یې هېڅکله ونه خوړله؛ تل به یې د وربشو د نه چاڼ شوي اوړو ډوډۍ خوړله. ونه لیدل شو چې تر مړېدو یې خوړلي وي. داسې میاشتې هم تېرې شوې چې دوه درې میاشتې به په کور کې خواړه نه پخېدل، ډوډۍ به نه جوړېده او یوازې خرما به یې خوړله. داسې هم کېدل چې دوه درې ورځې به یې څه نه خوړل.

۲۹. کله چې وفات شو، د اوسپنې یوه زغره یې د دېرش کیلو وربشو په بدل کې له یوه یهودي سره ګروي وموندل شوه. ۳۰. هېڅکله ونه اورېدل شول چې له کوم خوراک څخه یې عیب ایستلی وي. هغه چې به یې خوښ و، خوړل به یې، او هغه چې به یې خوښ نه و، نه به یې خوړل او څه به یې نه ویل. په ورځ کې به یې یو ځل خوراک کاوه؛ کله سهار او کله ماښام. کله چې به کور ته راغی، فرمایل به یې: «د خوړو څه شته؟» او که به ورته وویل شول چې نشته، روژه به یې نیوله. خواړه به یې پر دسترخوان، پتنوس، مېز یا د هغو په څېر کوم شي نه ایښودل؛ بلکې پر ځمکه به یې ایښودل، پر زنګونونو به کېناست او پرته له دې چې په کوم شي تکیه وکړي، خوړل به یې. خوراک به یې په بسم الله ویلو پیلاوه. په ښي لاس به یې خوړل. ۳۱. کله کله به یې د خپلو مېرمنو او څو خدمتګارانو لپاره د یوه کال وربشې او خرما بېلې کړې او له هغو به یې فقیرانو ته صدقه هم ورکوله.

۳۲. د نورو پیغمبرانو په څېر، د زکات مال او صدقه به یې نه اخیستل. ډالۍ به یې منله. اکثره به یې په بدل کې زیاته ورکوله.

۳۳. بستره یې له دباغي شوې څرمنې وه چې دننه یې د خرما له تارونو ډکه وه. کله چې یې ورته د وړیو ډکه بستره راوړه، ونه یې منله او ویې فرمایل: «اې عایشې! په الله تعالی قسم چې که زه وغواړم، الله تعالی به هر چېرته چې یم، د سرو او سپینو زرو ډېرونه زما تر څنګ حاضر کړي.» کله کله به پر بوریا، تخته، توشک، له وړیو اوبدل شوي نمد یا وچه خاوره ویده کېده.

۳۴. د ماسخوتن له لمانځه وروسته به تر نیمې شپې ویده کېده، بیا به یې د سهار تر لمانځه پورې عبادت کاوه. پر ښي اړخ به پرېوت، ښی لاس به یې د انګي لاندې کېښود، ځینې سورتونه به یې ولوستل او ویده به شو. ۳۵. تفاؤل به یې کاوه؛ یعنې هغه شیان چې به یې لومړی یا ناڅاپه ولیدل، په خیر به یې تعبیرول. هېڅ شی یې شوم نه ګاڼه.

۳۶. د خپګان په وختونو کې به یې ږیره په لاس کې ونیوه او فکر به یې کاوه.

۳۷. کله چې به خپه شو، سمدستي به یې لمونځ پیل کړ. د لمانځه په خوند او صفا به یې غم لرې کاوه. ۳۸. د غیبت کوونکي، یعنې د هغه چا خبرو ته چې د نورو شا ته بدې وايي، هېڅکله یې غوږ نه نیوه.

۳۹. د تګ پر مهال، که به یې څنګ ته یا شا ته کتل اړین شول، په ټول بدن به راوګرځېد او کتل به یې؛ یوازې په سر اړولو به یې نه کتل. ۴۰. زموږ د سردار پیغمبر له الله تعالی څخه وېره، د هغه اطاعت او عبادت یې دومره ډېر و چې هېچا د هغه د دې حال زغم نه درلود. دومره به یې لمونځ کاوه چې مبارکې پښې به یې وپړسېدې. کله چې ورته وویل شول: «یا رسول الله! سره له دې چې ستاسې ټولې تېرې او راتلونکې تېروتنې بښل شوې دي، ولې ځان دومره په زحمت کې اچوئ؟»، په ځواب کې یې وفرمایل: «ایا زه د الله تعالی تر ټولو ډېر شکر ایستونکی بنده نه شم؟»

د ځان بلبل یو ګل بې‌قراره ارزو کوي؛
هېڅ مه ګڼه چې له اغیارو سره د شخړې ارزو کوي.
بې‌ارامه، د پرکار په څېر د هغه شاوخوا ګرځي،
او ناڅاپه خلوت ته د الوتو ارزو کوي.
پوه شوم چې هغه ښکلي ګل خپل راز پردي ته نه دی ښکاره کړی؛
د غوټۍ په څېر، تل د بلبل ارزو کوي.
هغه دلبر خپل انګی له پردي پټ کړی دی؛
هغوی بې‌ځایه د وچې سودا ارزو کوي.
ذاتي! د وصال په لار کې د مجنون په څېر روان دی،
ځان یې ویلې کړی، د لیلی ارزو کوي.

«ایا زه د الله تعالی تر ټولو ډېر شکر ایستونکی بنده نه شم؟» حدیث شریف